د خال وهلو په وسيله پر بدن باندې رسم او ليکنې څه حکم لري؟

اسلام علیکم الله (ج) دی جنتی که زما یوسوال ده ما په خپل لاس باندی خپل نوم لیکلی ده. په 15کلنی کی اوس زه اورمه چی له دی سره لمونځ نه کيږي. ماخوالله ده ڈیری ڈیری توبی کڑی خو بیاهم. زه باید اوس څه وکړم که چیرتی ڑنگ کم نولاس می زخمی کیگی. که جواب ماته ژر را کړئ ڈیره مهربانی به دی وی. مننه

اکبر جان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په خال وهلو سره چې په عربي کې ورته [التاتو] يا [الوشم] وايي په مخ ، لاسونو او بدن باندې ، خالونه ، رسمونه ، د خپل محبوب نوم ليکل او نورې ليکنې کول داسې چې د ستنې او يا بله وسيله باندې وينه باسې ، د پوستکي رنګ تغير خوري ، دا کار د نارينه او ښځو د پاره حرام دی او ددې په حرمت کې ډير احاديث راغلي دي ځکه چې دا کار په خلق الله تغير را وستل دي چې په دې کار سره د پوست رنګ تغير کوي دا عمل د کبيره ګناهونو څخه دی چې د لغنت سبب ګرځي .

كما ورد في صحيح البخاري عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: “لَعَنَ النَّبِيُّ – صلى الله عليه وسلم – الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ، وَالْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ”.

په صحيح البخاري کې د ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم لغت استولي دی د ويښتانو په وصلونکې او هغه چې د ويښتانو وصلول غواړي ، خال وهونکې او هغه چې د خال وهلو خيال او غوښتنه کوي ( خپله د ويښتانو وصلونکی او خال وهونکي او هغه چې د ويښتانو  وصلول او خال وهل کوي په ګناه کې شريک دي )

لکن د خالونو او په خالونو باندې ليکنې سره اودس صحي کيږي او د اوداسه مانع نه ګرځي ، ځکه د فقهاؤ په نزد دا داسې نجاست دی چې د هغه لري کول ممکن نه دي .

توبه :

فقهاء کرام وايي : خال وهونکې او خال وهونکی به له دغه کار څخه توبه وباسي د هغه په لرې کولو کې به کوښښ وکړي لکن که لرې کول يې د سخت ضرر سبب ګرځي نو يوازې الله تعالی ته توبه کول کفايت کوي .

ويجب على الموشومة أن تسارع إلى إزالته وتتوب إلى الله من فعله؛ إلا إذا خافت الضرر الفاحش من إزالته فتكتفي بالتوبة إلى الله مما فعلته.

جاء فی الفتاوی الاسلام سوال جواب

وأما (التاتو) الذي ذكرتيه فلعله الوشم أو هو مجرد الرسم على الجسم:

فإن كان (التاتو) هو الوشم: وهو أن يَغْرِز فِي الْعُضْو إِبْرَة أَوْ نَحْوهَا حَتَّى يَسِيل الدَّم ثُمَّ يُحْشَى بِنَوْرَةٍ أَوْ غَيْرهَا فَيَخْضَرَّ…والْوَاشِمَة الَّتِي تَجْعَل الْخِيلَان فِي وَجْههَا بِكُحْلٍ أَوْ مِدَاد…، وَقَدْ يَكُون فِي الْيَد وَغَيْرهَا مِنْ الْجَسَد، وَقَدْ يُفْعَل ذَلِكَ نَقْشًا، وَقَدْ يُجْعَل دَوَائِر، وَقَدْ يُكْتَب اسْمُ الْمَحْبُوب، فهو حرام وَتَعَاطِيه حَرَام بِدَلَالَةِ اللَّعْن؛ كما ورد في صحيح البخاري عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: “لَعَنَ النَّبِيُّ – صلى الله عليه وسلم – الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ، وَالْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ”.

وتحريم الوشم يشمل الرجال والنساء معاً، لعموم النهي الوارد في أحاديث كثيرة؛ ومع ذلك فالوضوء مع وجود الوشم صحيح، ولا يمنع الوشم من صحة الوضوء؛ فقد نصَّ الفقهاء على أنه من النجاسة المعفيُّ عنها إذا لم يتمكن من إزالته،

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *