د حيوان جنايت

د حيوان جنايت

۱- د امام ابوحنيفه په نزد کچېرې حيوان عادي ( خوړونکی او خطرناک نه وي) او خپله حيوان انسان يا بل څه ته ضرر ورسوي ( شپون او مالک يې نه وي ) نو د حيوان په مالک ضمانت نشته په دليل د دغه حديث شريف :«العجماء جُرْحها جُبَآر» (الترمذي )

يعنې : د څارويو د نقصان تاوان نشته .

مګر که د حيوان سره يې څښتن ، سپون او سپور يا ورته ولاړ څوک وي نو که حيوان څه ضرر پيښ کړ د هغه ضامن دی .

فإن كان صاحبه معه سائقاً أو راكباً أو قائداً، أو أرسله وأتلف شيئاً فور إرساله ونحوه، ضمن ما يتلفه(فقه الاسلامي وادله ) .

۲- که حيوان خطرناک او خوړونکی وي لکه نر غويی ، سپی او نور نو ساتونکی او څښتن يې د هغه څه ضامن دی چې چا ته يې د څه ضرر رسولی وي دا چې څښتن او ساتونکی موجود وي او که نه مګر که سپی د باغ د ساتنې د پاره وي او هلته څوک ورشي او ضرر ورته ورسوي څښتن يې ضامن نه دی.

(فقه الاسلامي وادله – الجناية علی الحيوان ) .

۳- که دوه نفره په آسونو يا کومه بله سپرلی سواره وي ټکر وکړي او ضرر ورته ورسيږي نو يو د بل ضرر به ورکوي مګر که دواړه مړه شي ، د هر يو ورثه به د بل ديت ورکوي .

إذا تصادم راكبان أو فارسان أو ملاحان أو سائقا سيارة أو ماشيان أو راكب وماشٍ، فماتا، أو تلف شيء بسبب التصادم، وجب على كل واحد ، منهما عند الحنفية والحنابلة تحمل تبعة الضمان كاملة للآخر، لكن في الموت تتحمل عاقلة كل واحد منهما دية الآخر(فقه الاسلامي وادله ).

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.