د توني بلر د ښځې خور مسلمانه شوه .

د اخبارجهار اسلام د راپور او د المفکرة اسلام په حواله : لورين بټ د بريتانيا د پخواني لومړي وزير د ښځې خور د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه ، هغې وويل اوس هره ورځ پنځه وخته لمونځ کوم او حجاب اغوندم .

دا په داسې حال کې صورت نيسي چه وروسته تر هغه چه د کليسا د مسئولينو اخلاقی سوايي افشاء شوه نو په عرب کې سياسي او اجتماعي شخصيتونو د اسلام خواته مخ کړي ده .د ديلی ميل ورځپاڼه د بوټ له خولې ليکي : ۴۲ کلنه بوټ په لندن کې د ايران د پرس تلويزيون د انګلسي ژبې خبرياله وايي : زه اوس حجاب اغوندم او پنځه وخته لمونځ کوم ، د خوګ غوښه نه خورم او ډیر وخت کيږي چه شراب مې نه دی خوړلي .

د راديکال ترکي خبرپاڼه د نوموړې په وينا ليکي : زه نور د خوګ غوښه نه خورم ،او هره ورځ قرآنکريم وايم او نور شراب په خوله هم را نه وړم ما به مخکې هر ورځ يو يا دوه ګلاسه شراب خوړل مګر اوس چه ۴۵ ورځې (له کله نه چه زه مسلمانه شوی يم ) راهسې مې شراب په ژبه هم نه دي څکلي او نور به شراب بالکل ونه خورم .

بوټ تينګار وکړ چه زه دې ته حاضره يم چه په فلسطين کې کار وکړم ،هغه هميشه د اسلام په اړه د ښه نظر لرونکي وه .

هغې زياته کړه : کوم تغيرات چه په ما کې مينځه ته راغلی زه هيله منه يم تر څو هغه تغيرات د تونی بلر په افکارو کې هم راشي .

دغه ترکي ورځپاڼه ليکي : بوټ د عرق د جنګ مخالفه وه او ۲۰۰۸ کال کې د غزې د ظالمانه محاصري په خلاصولو کې دا شامله وه .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.