د بيع د صحت شرطونه

خرڅول او اخيستل د لاندې شرطونو په صورت کې صحي کيږي :

۱- دا چې مالک يا د هغه وکيل به موجود ، عاقل او په معامله باندې پوه وي .

۲- اخيستونکی به عاقل او داسې سن ته رسيدلی وي چې په معامله باندې پوه وي .

۳- مال او جنس به شرعاً پاک وي حرام به نه وي ، مجهول او نا معلوم به نه وي جنس او قيمت به دواړه معلوم وي او داسې شی به نه وي چې د هغه قبض يا لاس ته راوړل نا ممکن وي .

۴- د عقد ضيعه : يا په بل عبارت ايجاب او قبول به تر سره شوی وي .

۵- رضايت : د دواړو طرفونو به خوښه او رضايت به وي که يو طرف نا راضه وي بيع نه صحي کيږي .

۶- په بيع کې به دوام وي بيع به د مؤقت وخت د پاره نه وي لکه: يو مياشت ، يو کال او نور

(موسوعة الفقهية – الفقة الاسلامي وادله علامه وهبة زحيلي ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.