سلامونه او نیکی هیلی می ټولو محترمو استادانو او عالمانو ته ډالی دی!
د یو مسلمان لپاره په دوکان کی کار کول چیری چی د نورو خوراکی شیانو په شمول بیر هم خرڅیږی.اسلام څه حکم لری؟
د ځواب په انتظار یم
مننه – احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
البير يا د وربشو اوبه په دوه ډوله دي :
اول ډول : هغه بير چې نشه لري کوم چې په ځنو ښارونو پلورل کيږي ، پس دا د وربشو شراب دي ، خريد او فروش او څښل يې حرام دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : (كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ ) رواه مسلم (2003)
هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکي شی حرام دي (کوم شی چې نشه ولري هغه که هر ډول تعامل او نوم ولري د شرابو حکم لري ) .
د شرابو او نشه کوونکي شی څښل حرام دي هغه که لږ وي او يا ډير ، و لو که يو څاڅکی هم وي حرام دی ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
( مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ ) رواه الترمذي (1865).
يعنې : د هغه څه چې زيات مقدار نشه کونکی وي کم مقدار يې هم حرام دی .
دوهم ډول : هغه بير دي چې نشه نه لري ، او د الکحولو څخه خالي دي ، هغه ډيرو انسانانو چښلي دي نشه نه لري نو په دې قسم باندې د علماء فتوای دا ده چې دا ډول بيرحلال دي .
موقع الاسلام سوال جواب ، شيخ محمد صالح المنجد – رقم الفتاوي 33763
کوم بير چې نشه ولري هغه شراب دی د هغه خريد او فروش حرام دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )
ژباړه : يقيناً الله جل جلا له چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .
او د اسلام عمومي قاعده ده چې په حرام کار کې مدد او مرسته کول حرام دي :
لقوله سبحانه وتعالی : [ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .(المائده ۲۰ ) .
مزودي په هغه کار کې جايزه ده چې ذاتاً او آثاراً حلال وي ، ذاتاً دا چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه سود ، شراب ،فحشاء او نور ، او آثاراً دا چې هغه کار د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي .
و الله اعلم