د بد دعا يا ښيرا کفاره څه ده ؟

د انلاين ټولو كاركونكو ته السلام عليكم ورحمت الله!
زما سوال دا دی چی ما د سختی غوصی او قهر په حالت کی د زره له کومی یو چا ته بد دعا وکره، او اوس هم پشیمانه یم، آیا د بد دعا لپاره هم کومه کفاره شته او که نه؟ مننه!

انورالحق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مظلوم د پاره جايزه ده چې د ظالم په حق کې دعا وکړي داسې چې په دعا کې يې ظلم او له حده تېرېدل نه وي .

قال تعالى : (لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ) النساء/148 .

جاء فی تفسير الطبری (۹/۳۴۴ ) : “رُخِّصَ لَهُ أَنْ يَدْعَو عَلَى مَنْ ظَلَمَهُ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَعْتَدِيَ” .

يعنې د ظالم په حق کې د مظلوم ښيرا او بد دعا کول رخصت دي په شرط ددې چې په دعا کې يې له حده تيرېدل نه وي .

وروى الترمذي (1905) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (ثَلَاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ لَا شَكَّ فِيهِنَّ : دَعْوَةُ الْمَظْلُومِ ، وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ ، وَدَعْوَةُ الْوَالِدِ عَلَى وَلَدِهِ) .

امام ترمذي د ابی هريرة رضی الله عنه روايت نقل کړی دی چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دريو کسان دعا بې شکه قبليږي ، د مظلوم دعا ، د مسافر دعا او والدينو دعا د خپل اولاد په حق کې .

د اللجنة الدائمة څخه په دې باره پوښتنه شوي ده په ځواب کې ليکي :

دا رواه چې پر چا چې ظلم او تيری شوی وي د ظالم په حق کې دعا وکړي په شرط ددې چې په دعا کې يې د حد څخه تيری نه وي لقوله سبحانه و تعالی (وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ ) .

لکن عفوه کول غوره دي تقوی ته نږدې دی او الله تعالی خوښ وي لقوله سبحانه وتعالی : وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ) الشورى/40 .

وسئلت اللجنة الدائمة للإفتاء :

هل يجوز أن أدعو على المسلم إن ظلمني وما الدعاء ؟

فأجابت :

“يجوز لمن اعتدي عليه وظلم أن ينتصر لنفسه ممن ظلمه ، ومن ذلك الدعاء على الظالم بدون تعدٍّ في الدعاء ، قال تعالى : (وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ)” انتهى .

“فتاوى اللجنة الدائمة” (24/262) .

ولكن العفو أقرب للتقوى وأحب إلى الله تعالى ، قال عز وجل : (وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ) الشورى/40 .

د بدې دعا يا ښيرا کفاره :

که بد دعا يا ښيرا د ظلم په وجه وي نو په دې کې څه حرج او باک نشته ، مګر که په دعا کې د ظلم او حد تيرېدني څخه کار اخيستل شوی وي او هغه کس ته رسيدلي وي او يا يې اوريدلې وي نو د هغه څخه به د عفوې او بخښنې غوښتنه کوي او که هغه ته نه وي رسېدلې نو د هغه په حق کې به د بخښنې او استغفار دعا کوي ، بغير د ظلم څخه بغير نورو ته  ښيراوي کول جواز نه لري .

د ستاسې د ښيرا کفاره همدا ده چې د هغه د پاره د بخښنې دعا وکړی .

وأما كفارة ذلك : فإن كنت محقة في الدعاء عليه لكونه ظلمك ، فلا حرج عليك ، أما إذا كنت ظالمة معتدية في الدعاء ، فإن بلغه هذا الدعاء أو سمعه فعليك الاعتذار إليه وطلب العفو والمسامحة ، وإن لم يبلغه فعليك بالدعاء والاستغفار له .

والله أعلم .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *