د اهل تشيع په لاس باندې ذبح څه حکم لري ؟

سلامونه الله دې وکړي چې ټول روغ جوړ او خوشحاله ياست .
زما سوال دا دی چې زمونږ ګاونديان اهل تشيع (شعيه ) دي مونږ ته کله کله د خوراک شيان راليږي هغه چرک او د پسه غوښه وي آيا مونږ ته ددې خوړل جايز دي او که نه ؟
عمر – لندن

دان لاين اسلامي لارښود چلونكو لمړى خپل سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم

اوديومسلمان ورورپه توګه درڅخه ددې اسلامي دندې د ترسره كولومننه كوم

او هيله كوم لاندي پوښته راته ځواب كړي.

داهل تشيع په لاس دحلال شوي حيوان غوښه خوړل روا دي او كه نه هيله ده پدي هكله راته پوره او په تفصيل سره ځواب راكړي ډيره مهره باني به مووي.

په درناوي

پرويز حقپال له كاپل څخه

 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

شعيه ګان په څو فرقو ويشل شوی دي .

د رافضينو هغه فرقه چې نعوذ بالله قرآن تحريف بولې او صحابه کرام باندې د کفر حکم کوي ، حضرت علی رضی الله عنه (نعوذ باالله ) خدای ، يا نور داسې چې شرعاً کفر وي مني د دوی د لاس ذبيحه او خوراک صحي نه دی ځکه دا اهل شرک او مرتد دي (فلا نوکل ذبيحة اهل الشرک والمرتد ) (فتاوي الهندية ۵ / ۲۸۵ – اللجنة الدائمة او فتاوي اهل سنت والجماعت ) .

او هغه فرقه چې حضرت علی رضی الله عنه په دريو خلفاؤ کې افضل ګڼي ذبيحه خوړل يې صحي دي او د دوی سره نکاح هم جايزه ده مګر د لوڼو ورکول په کار نه دي د ضرورت نه علاوه دوی سره تعلقات ساتل ښه نه دي ځکه په مجموع کې شعيه اهل بدعت او اهل فسق دي د عاشورا بدعت ، د قبرونو او نذرونو بدعت او شرکيات د ضغې رواوالی ، صحابه کرامو ته بدګويي کول د خپلو ښځو سره لواطت حلال ګڼل او داسې نور  .

وان کان يفضل عليا کرم الله تعالی وجهه علی ابی بکر رضی الله عنه لا يکون کافراً الا انه مبتدع (الهنديه ۲ / ۲۶۴ – کفایت المفتي ج ۱ ص ۳۲۳ ) .

د بحرين د يوه زنديق شيعه سيد علی الهاشمي ويديو دلته وګورﺉ

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.