محترمو کارونکو هیله ده چی تاسو روغ او جور وه اوسی ، او ستاسو زحمتونه د قدر وړ دی ، ددغی خپرونی د برکت ډیر ملګری په خپل دین اسلام او مذهب پوهیدلی دی ، دا ټول ستاسو د زیار او کوښښ له امله یوځل بیا ډیره ډیره مننه .
زه د اسلامې لارښود څخه دا پوښتنه کوم چی ؟
په افغانستان کی چی کوم امریکایان راغلی دی او تقریباً ډیر کسان کار ور سره کوی معاش خوره یی دی ، امریکایان معاشات ور کوی، او دوی یی د کار فامیل لپاره خرڅ تیار وی مثلا اوړه غنم ، نخود ، دال . لوبیا پټاټی خو بلاخره د کور ټول ضرورتونه پر پوره کوی حتا د کور کرایه د برق تحویل هر څه ټول شیان یی د امریکایانو په پیسو کوی ځره که نوموړی خو د امریکایاسره کار کوی او امریکایان معاش کوی ، اوبیا وروسته په همدغو ډالرو حج هم کوی ، نو مولوی صاحب دا ټول حلال دی او که حرام . مننه
پشتون
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامې لارښود هدف دا دی چې تر څو مخلوق خپل خالق ته نږدي کړي د حلال او حرام بيانول تر څو خلک د حلالو طرف ته متوجه او د حلامو څخه پرهيز وکړي .
اسلامې لارښود په بار بار پر خپلو مسلمانانو وروڼو غږ کړی دی چې د يرغلګرو کفارو د دوستی او مدد لاس واخلی او دا مو ټول د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ويناوو په رڼا واضحو دلائلو سره ور ته بيان کړي .
په ټولو هغو امرو کې کار او فعاليت چې د اسلام او مسلمانانو په ضرر وي د اسلام او مسلمانانو پر ضد وي په هغه امورو کې فعاليت د نړيوال کفري حشر سره موالات بلل کيږي ، د کفارو موالات سختې خطرناکې پايلې لري او په شريعت کې په اړه سخت وعيدونه راغلي دي .
هغه امور چې اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي بلکي د خپل ولس او هيواد د خپلې ټولنې خدمت کول وي که څه معاش د طاغوت او موجوده فاسق نظام لخوا وي لکه : صحت ، معارف ، آبرساني ، برق ، لوړې زده کړي ، تخنيک او تنالوژې … او نور کې فعاليت کول او د هغوی نه معاش تر لاسه کول فقهاؤ جايز بللي دي ځکه اسلام مصالحو ته پر مفاسدو ترجيح ورکوي که د عامه مسلمانانو عامه خدمت ودرول شي د مصالحو پر ځای فساد او مفاسد را مينځته شي .
تفصيل دلته وګورئ .
https://dawat610.com/archives/4721
https://dawat610.com/archives/2500
دوهم : د حج په مسئله کې څه نشو ويلای (ما ته علم نشته ) په دې پوره پوره الله تعالی پوهيږي چې د چا حج به قبلوي .
الله تعالی دې ټولو ته د حج کولو توفيق ورکړي ، الله تعالی د بندګانو توبه قبلونکی دی الله جل جلا له ټولو هغو وروڼو ته چې د خپل دين او خپلو مسلمانانو وروڼو په مقابل کې د کفارو په صف کې ولاړ دي د توبې توفيق ورکړي .
او څوک چې د دين د لوړوالي د پاره کوښښ او هلې ځلي کوي الله تعالی دې هغوی ته د پوره تقوی ، پوره اخلاص ، پوره اخلاقو او نيک سلوک ، پر مسلمانانو د رحم او وروری توفيق ورکړي .
و الله اعلم