د نړيوال کفري حشر لخوا د افغانستان پر مظلوم ولس باندې يرغل د اسلام پر ضد د کفري ټلوالې صليبي جګړه ده
د اسلام او مسلمانانو پر ضد صليبي جنګ :
په امريکا کې د دسمبر د يوولسمې د واقعې سره سم ددې هيواد چارواکو بغير د کوم سند او دليل څخه مسلمانان په دې پيښه کې د لاس لرلو په تور ککړ کړل او د تحقيقاتو څخه مخکې يې د صليبي جګړی لپاره ځايونه چمتو کړل او د تروريست تر عنوان لاندې جګړه يې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پيل کړه .
د اسلام پر ضد د صليبي جګړی دليولونه :
اول ، شرعي دلائل :
الله تعالی په صراحت سره بيان کړی دی چې کافران او الخصوص يهود او نصارا د مسلمانانو سخت دوښمنان دي څو پورې چې د هغوی دين ته ور وانه ړوئ هغې پورې په بل څه نه راضی کيږي .
لقوله سبحانه وتعالی :
وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى ….. ( البقره ۱۲۰ )
ژباړه : يهوديان او نصارايان هيڅکله له تا څخه نه خوښيږي ، څو چې ته د دوی د دين پيروي وکړې . (ورته) ووايه بې شکه لارښوونه يوازې هماغه د الله لارښوونه ده .
يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَـئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (البقره ۲۱۷ ) .
ژباړه : دوی هميشه له تاسې سره جنګ کوي تر څو که وکولای شي ، چې تاسې ستاسې له دين څخه وګرځوي او هغه څوک چې ستاسې (له ډلې ) څخه له خپل دين نه وګرځوي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د دوی کړنې په دنيا او آخرت کې ضايع دي دوی د دوزخ خلک دي او په هغه کې به د تل لپاره اوسيږي .
وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاء فَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ أَوْلِيَاء حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتَّمُوهُمْ وَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا (النسآء ۸۹ ) .
ژباړه : دوی په دې خوشحاليږي چې تاسې هم کافران شئ لکه چې دوی پخپله کافران شوي دي نو په دې ترتيب سره يو شان کيږي . نو تاسې له دوی څخه دوستان مه نيسئ .څو د الله په لار کې هجرت وکړئ نو که مخ يې واړاوه ، نو هر چېرته مو چې و موندل ، ويې نيسئ او ويې وژنئ او د هغوی نه څوک ملګری او مرستندويان مه نيسئ .
دوهم دليل ، د هغوی خپله ادعاوي :
۱- د امريکې پخواني رئيس جمهور بش په ښکاره ډول داسې وينا وکړه :
THIS CRUSADE THES WAR ON TERRORISM TAKE A LONG TIME
يعنې : دا صلبي جنګ دی ، دا د ترورېزم په خلاف جنګ دی چې شايد ډير وخت ونيسي .
فرانسه د صليبی جنک د رهبرۍ دعوا کوي :
اسلام تايمز ليکي :
فرانسوا فیون نخست وزیر فرانسه در اظهاراتی نسنجیده گفت که کشورش رهبری جنگ صلیبی جدید غرب با جهان اسلام را برعهده دارد . وی گفت : ارتش فرانسه جنگ صلیبی جدیدی را با جهان اسلام فرماندهي می کند و در چارچوب این جنگ ، فرانسه تجهیزات نظامی زیادی را به افغانستان ارسال کرده است . ناظران سیاسی ، این سخنان را جدی ترین اظهار نظر یک مقام بلندپایه اروپایی در خصوص موضوع مورد مناقشه جنگ های صلیبی جدید ارزیابی می کنند . تحلیلگران سیاسی ، حمله اخير نیروهای طالبان به سربازان فرانسوی در افغانستان را علت سخنان افراطی نخست وزیر فرانسه ارزيابي مي کنند. این حمله که به کشته شدن 9 فرانسوي انجاميد ، ضربه سنگینی را به سیاست های دولت فرانسه در افغانستان وارد کرد و موجب بروز تنش های سیاسی میان احزاب و گروه های مختلف فرانسوی شد . اکنون چنین به نظر می رسد که فیون برای فرو نشاندن اعتراضات داخلی ، کشورش را رهبر جنگ جدید صلیبی علیه جهان اسلام خوانده است. در حالی که به اعتقاد تمامی اندیشمندان و صاحب نظران منصف ، چنین جنگی اصولا” در جریان نیست . البته بعد از حادثه 11 سپتامبر سال 2001 ، برخی عناصر سياسي تندرو در آمریکا تلاش کردند این حادثه را نشانه ای از جنگ صلیبی جهان غرب با جهان اسلام معرفی کنند .
همدارنګه د قرآن سوزونې پروژه د صليبی جنګ يوه برخه وه :
اوايل ماه گذشته خبرگزاريهاي آمريكايي در اقدامي احمقانه و تحريكآميز نسبت به مقدسات الهي و در راستاي اعلام جنگ به مسلمانان جهان با مخابره خبري عنوان كردند يك كليساي مروج اسلامستيزي در آمريكا از پيروان خود خواسته است كه در نهمين سالگرد حملات يازده سپتامبر، قرآن مجيد را به آتش بكشند.
روزنامه آمريكايي “هافينگنون پست” در شماره 8 مرداد خود خبر داد كه كليسايي در ايالت فلوريدا موسوم به “مركز فراخوان جهاني كبوتر”، 11 سپتامبر را به عنوان روز جهاني سوزاندن قرآن اعلام كرده و از طرفداران خود خواسته است در اين روز، كتاب آسماني مسلمانان را در مقابل انظار عمومي به آتش بكشند.
در فراخوان اين اقدام موهن و تحريكآميز، هدف اين گونه توصيف شده بود: “آگاهسازي درباره خطر اسلام .
” جونز و كليساي وي سابقه طولاني در اسلام ستيزي دارند. اين كشيش ديوانه كه افكار سياسي افراطي دارد از سياستهاي افراطگرايانه جمهوريخواهان و دولت آمريكا در زمان رياست جمهوري جورج بوش، از جمله لشكركشي به كشورهاي اسلامي همانند عراق و افغانستان، حمايت جدي كرده و مروج جنگهاي نوين صليبي است. “
“تري جونز” كشيش و مسئول اين كليسا گفت: “هدف از اين اقدام و فعاليتهاي مشابه آن، اين است كه به مسلمانان فرصت دهيم از دين خود برگردند.”
فراخوان اين كليسا براي به آتش كشيدن قرآن، انعكاس گستردهاي در ميان مسلمانان پيدا كرده و انتقادات زيادي را در پي داشت، حتي سازمانها و انجمنهاي آمريكايي اين تلاش تحريكآميز را به شدت محكوم كردند.
په اړه د کفري ټلوالي د چارواکو ډيرې مسندې ادعاوي شته چې د نمونې د پاره دا پورته څو ذکر کړې .
له «ترهګرۍ ضد» جګړې د امریکا موخه
لیکوال: مصری مفکر، ډاکټر محمد عماره
ژباړن: ذاکر جلالي
د امریکا پخوانی ولسمشر، جورج بوش لومړنی کس و، چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته یې د «ترهګرۍ ضد» جګړې خبره وکړه، بېله دې چې د دې ښکارندې څرنګوالی او تعریف وړاندې کړي. هغه مهال بوش له «سپېڅلې صلیبي حملې» څخه پرده پورته کړه او له هغې وروسته امریکا پر افغانستان او بیا پر عراق بریدونه وکړل او د دغو پېښو په منځ کې جوته شوه، چې له ترهګرۍ د امریکا موخه هماغه اسلام دی؛ هغه اسلام چې له لوېدیز ماډرنیزم، سیکولریزم او په ځانګړې ډول له لوېدیز ارزښتونو سره مخالف دی. د امریکا مخکښ مفکر، فوکویاما د «نیوزویک» مجلې په کلنۍ ګڼه کې (ډسمبر ۲۰۰۱ – فبروري ۲۰۰۱) ولیکل: «نه شو کولای اوسنۍ جګړه په همدې سادهګۍ سره د ترهګرۍ ضد وګڼو، بلکې دغه جګړه د بنسټپالې اسلامي ګروهې (عقیدې) پر ضد ترسره کېږي چې د ماډرنیزم او سیکولر حکومت پر وړاندې راپورته شوې ده او د اسلامي بنسټپالنې ګواښ د کمونیزم په پرتله څو برابره زیات دی. موږ ښايي جګړه اسلامي هېوادونو ته پراخه کړو تر څو مسلمانان لوېدیز ماډرنیټي او سیکولریزم ومني او د مسیحیت له دې اصل سره چې «د قیصر چارې قیصر ته او د خدای چارې، خدای ته وسپارئ» سره موافقه وکړي. د امریکا پخوانی ولسمشر، نیکسن د «فرصت» کتاب کې د اسلامي بنسټپالنې په تړاو د امریکا د مفهوم په باب لیکي: «بنسټپالي د اسلامي تمدن بیاراپورته کېدا او د اسلامي شریعت پلې کېدا غواړي، تر څو اسلام د دین او دولت اساس او ریښه وګرځوي او که تاریخ ته وګوري، تېر د راتلونکي د لارښوونې سرچینه ګڼي؛ نو له دې امله دوی محافظه کاران نه دي، بلکې انقلابیان دي». دغو شاهديو پسې د انګلستان پخوانۍ لومړۍ وزیره، مارګریټ ټاچر وايي: «د اسلامي ترهګرۍ پر ضد مبارزه ټول مسلمانان رانغاړي، ان هغوی چې د سپټمبر یوولسمې پېښې او بن لادن او طالبان یې غندلي دي. دغه خطر ټول هغه خلک رانیسي، چې د لوېدیز ارزښتونو مخالف دي او د هغوی ګټې د لوېدیز له ګټو سره په ټکر کې دي». برنارد لویس د نیوزویک مجله (ګڼه ۱۴مه، جنوري، ۲۰۰۴کال) کې لیکي: «ترهګري نن د لوېدیز او اسلام د اوږده کشمکش یوه برخه ده. د اسلام پر بنسټ اخلاقي نظام له لوېدیز لارښوونو سره چې مسیحیت او یهودیت څخه اخیستل شوي دي، توپیر لري او دغه د دینونو ترمنځ جګړه ده». د امریکا د ۲۰۰۰ کال ټاکنو ته نوماند، سناتور جوزف لیبرمن وايي: «د اسلامي او عربي هېوادونو په تړاو بله لار نه لرو، بې له دې چې امریکا خپل ارزښتونه او سیاستونه چې اړین یې بولي، پر هغوی په زور وتپي. هغه شعارونه چې امریکا له خپلواکۍ راهیسي پورته کړي دي، د دې هېواد (امریکا) پولو پورې نه شي محدودېدای، بلکې نورو هېوادونو ته هم د لېږد وړ دي».
د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د جګړې حقیقت دغه شی دی، چې د دوی په خپلې شاهدۍ د اسلام پر ضد جګړه ده. ټامس فریډمن، امریکايی ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال د پاکستان له پېښوره نیویارک ټایمز ته لیکي: «په اسلامي سیمو کې باید اصلي جګړه له مدرسو پیل شي؛ له همدې امله ښايي په ډېرې چټکۍ سره خپلې نظامي حملې پای ته ورسوو او له نوو مدرسه يي کتابونو له وسلې سره د یوه نسل د روزنې په موخه بیا میدان ته وګرځو؛ داسې نسل چې زموږ سیاستونه داسې ومني، لکه سنډویچ چې خوري او تر هغو دغه مهم عملي نه شي، د مسلمانانو په منځ کې به دوستان ونه لرو».
له هغې وروسته چې امریکا د مالي سرچینو او دیپلوماتیکو فشارونو له لارې وتوانېده چې په پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د مدرسو درسي پروګرامونه بدل کړي، د هرالډ ټربیون نړیوالې ورځپاڼې د «سټانلي الف فایس» امریکايي لیکوال مقاله خپره کړه، چې اسلامي نړۍ ته د حل لارو په توګه وړاندیزونه کړي وو:
یو له هغو حللارو د امریکا په خوښه اتاترکي سیکولریزم د اسلامي بنسټپالنې پر ځای وه. دی لیکي: «د ترهګرۍ ضد جګړې حقیقت دې ټکي پورې تړلې ده، چې ایا اسلامي هېوادونه به د ماډرن او سیکولر هېواد په توګه د ترکیې پلیوني شي او که لا به هم د اسلامي بنسټپالنې د ماډل پیروي کوي؟
د ترهګرۍ ضد د امریکا جګړه چې په نړیواله کچه پلې شوې ده او په دې برخه کې يې ازادي غوښتونکي ملي ځواکونه د خپلو نظامي، فکري او رسنیزو حملو سر کې په نښه کړي دي؛ یعنې ټول هغه کسان چې له لوېدیز فرهنګي ماډل څخه د اسلامي ختیځ د فرهنګي خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. اوس غربي شاهدانو هم دا مسئله رڼه کړې ده، چې د دوی جګړه د اسلام پر ضد ده.
- دا هغه اعترافونه او حقیقتونه دي، چې ښايي زموږ لنډپاري ترې خبر شي او هغه چې ناخبره دي لا یې هم امریکايي معبود پورې زړونه تړلي دي، باید نور ويښ شي؛ دا هغه امریکا ده چې خپل اقتصادیې د افریقايي غلامانو پر ملاوو ودراوه او د ازادۍ په نامه یې له هیروشیما نیولې تر ویتنامه یې په ټوله نړۍ کې ولسونه ووژل. له هغې نېټې راهیسې امریکا بېشمېره جنایتونه کړي دي او ډېر ملتونه یې نابود کړي دي. د افغانستان، عراق، سوریه او فلسطین پر ملتونو امریکا څه نادودې ونه کړې. اروپايي هېوادونه او په سر کې يې انګلستان او د اسلام پر ضد یې پخوانۍ کینه زموږ نه ده هېره، چې د صلیبي حملې پر مهال د چارلز قلب فار په مشرۍ يې د اسلام پر ضد څه جنایتونه ترسره کړل. بنا پر دې هغوی تر هغې ارام نه کېني، چې د خلیج ټول حکومتونه له پښو وغورځوي!