د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي فيلم جوړونکی مسلمان شو

“ارنود فاندور” د هالند د پارلمان افراطي غړی او د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي د فيلم جوړونکی په اسلام مشرف شو .

د سعودي عربستان ورځپاڼې (صحيفة عکاظ ) راپور ورکړ چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي د فيلم جوړونکی هغه فلم چې د ټولې نړی د مسلمانانو قهر او غصه يې را پارولې وه د اسلام راوړلو وروسته د حرمين شرفين په زيارت مشرف شو .

هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارکې روضې زيارت وکړ او کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر ته ورسيد له سترګو يې اوښکې جايرې شوې .

هغه د اسلام راوړلو علت داسې بيانوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي د فيلم پر وړاندې د مسلمانانو غبرګون ډير سخت او تند وو کله مې چې ددې په فلم په باره کې د مسلمانانو پراخه غبرګون ، مظاهرې او نېوکي وليدې په خپل ذهن کې مې ډير سوالونه پيدا شول چې ولې مسلمانان له خپل دين او خپل پيغمبر سره دومره مينه او محبت لري او ددې عشق او محبت رمز او علت څه دی ؟

ددې لپاره چې د خپلو سوالونو ځوابونه پيدا کړم د اسلام په باره کې مي تحقيق پيل کړ ، هر څومره به چې مخکې تللم متوجه کيدلم چې پخواني حزب چې زه د هغه غړی وم څومره لوی جرم کړی دی ، د اسلام په باره کې به مې چې څومره معلومات زياتېدل په همغه اندازه به مې ددې دين سره علاقه زياتېدله او بلاخره مې تصميم و نيو څو ځان د هالند مسلمانانو ته نږدې کړم تر څو نور هم ددې دين له تعاليم سره بلد شم په آخر کې دې نتجې ته ورسيدلم چې دا دين حق دی او مسلمان شوم .

“فاندور” د احد زيارت ته وويل : ددې ځای او غزا په اړه مې ډير څه لوستي دي خوشحاله يم چې نن په دغه ځای کې يم

“فاندور” همدارنګه د نبوي جومات له امامانو “شیخ صلاح البدیر” و “دکتر حذیفی” سره وليدل او د هغوی سره يې دوستانه خبرې وکړې او د هغوی له نصيحتونو څخه يې ګټه تر لاسه کړه وروسته يې د نبوي جومات له نندارتون څخه ليدنه وکړه او د نبوي جومات د نوي پراختيايې پلان توضيح ته عوږ شو .

ښايي هغه د قبا د جومات امام “شیخ صالح بن عواد مغامسی”سره هم وګوري او د هغه وروسته به د عمرې د مناسکو د ادا د پاره مکې مکرمې ته لاړ شي او د عمرې د ادا کولو وروسته به په رياض کې له ځنو مسئولينو سره وګوري او د هغه وروسته به هالند ته سفر وکړي .

هغه په خپلو خبرو کې وويل : زما لپاره د مدينې پريښودل سخت دي مګر خوشحاله يم چې د عمرې د ادا کولو د پاره مکې ته روان يم او په نږدې وخت کې به بيا هم دغه مبارک زيارت ته راشم .

په هالنډ کې د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سپکاوي فيلم په ټوله نړی کې د مسلمانانو د سخت غبرګون ، مظاهرو او نيوکو سبب شو چې ځنې مظاهرې په تاو تريخوالي واوښتې چې په نتجه کې د دنيا په سر تا سر کې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .

منبع: صحيفة عکاظ – سعودی عربستان

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.