مخکې مو اشاره ورته ورکړه چې اسلام دوښمنو د خلافت د نړولو مخکې دری کارونه تر سره کړل :
- د اسلامي خلافت څخه د اسلامي هيوادونو پرې کول .
- د دين څخه د سياست د جلا کولو فکر خپرول .
- د خلافت په دننه کې د قوميت فکر خپرول .
دا څه عبث کار نه وو ، او نه هم د مصطفی کمال اتاتورک تدبير او پلان وو او نه هم د اتحاد او ترقی د ګوند کار وو بلکي دا ددې کار لپاره يوه موزه وه چې ددې لپاره په پښو شوې وي چې په پښه څه غيب وي هغه پټ کړي ، دا هماغه د ۱۳۱۹ ه – ۱۹۱۰م کال د يهودو تړونونه وو کوم چې روسي ليکوال «نيلوس» هغه ته اشاره کړې وه او دا هماغه په تبشرې غونډه کې د غونډې د مشر وصيت وو چې ويلي وو : “ونه بايد د خپل ښاخ په وسيله پرې شي” .
او دا هماغه تهديد وو چې يهودي مشر «قرصو» سلطان عبدالحميد ته د فلسطين د سپارلو په اړه کړی وو او ددې څخه مخکې يې د انګليسي جاسوس «لورانس» په لاس د قوميت فکر خپور کړ او همدارنګه له دين څخه د دولت د جلاوالی فکر کوم چې په مستقيم ډول يې صليبي تبشير او په غير مستقيم ډول د صهيوني يهودو لاس وو کوم چې امريکايي ليکوال «وليام غای کار» په هغه باندې اقرار کړی وو .
او دا هماغه د انګليس د بهرنيو چارو وزير لخوا ترکيه مصطفی کمال ته د آزادۍ په پلمه د ورسپارلو څلور وړانديز شوي شرطونه وو چې عبارت وو له:
۱- د اسلام سره د هر ډول اړيکې پرې کول .
۲- د خلافت نړول .
۳- له هيواد څخه د خلافت د غوښونکو او مدد کوونکو ايستل .
۴- د مخکې قانون پر ځای سيکولر (لادينه ) قانون پلي کول .
او کچېرې خلافت د يو مريض کس سره تشبه کړو نو آيا دا به صحيح نه وه چې د مريض علاج شوی وای ؟
نو آیا د هغه څخه يې غوره نظام را منځته کړ ؟
دا چې که يوې خوا يې د مسلمانانو څخه خپل حق اسلامي نظام واخيست له بلې خوا يې د يو ستر او عظيم حاکميت لرونکی حکومت په يو کوچني او ضعيف حکومت چې د غرب جيره خور وو بدل کړ ، هغه حکومت چې په نړۍ کې يې لومړی مقام لرلو خو نن د اسلامي خلافت د نړيدو څخه نيمه پیړی وروسته يې په نړيوالو هيوادونو کې دريم او څلورمه مقام هم پيدا نه کړ مګر هغه وخت يې لومړی مقام درلود .
نو آيا دا وه ترقي ای د ترقی ګونده ؟ خلافت لاړو خو مثال به يې په نږدې وخت کې تکرار نشي، د داسې اتل جوړيدل اړين وو «چا چې ونه پرې کړه »[1]
او وروسته د يونان او انګليس او د هغوی د نورو متحدينو فوځونه ترکيه ته داخل شول ، خليفه په استانبول کې بندي وو ، عالم اسلام د يو ستر اتل له لاسه ورکولو سره مسکين شو او بيا يې د اسلامي خلافت د لغوه کولو او د سکولار قايمولو اعلان وکړ او وروسته يې څه نور اجرات هم وکړل لکه: د ترکيه څخه د اسلام له منځه وړل ، آذان بندول او په عربي ژبه ليکلو يې بنديز ولګولو او اسلامي نړۍ له يو مصيبت سره مخ شوه ، و لکن و لات حين مناص ! … مګر ډير ناوخته …
د اسلامي عالم زخمونه د هغوی په اسلام او اسلامي خلافت سره جوړيږي.
شاعر احمد شوقي وايي :
يا أُختَ أَندَلُسٍ عَلَيكِ سَلامُ ******هَوَتِ الخِلافَةُ عَنكِ وَالإِسلامُ
نَزَلَ الهِلالُ عَنِ السَماءِ فَلَيتَها*******طُوِيَت وَعَمَّ العالَمينَ ظَلامُ
ای د اندلس خورې تا ته سلام … ستا نه لاړل خلافت او اسلام
سپوږمۍ (اسلام) له آسمانه څخه پرېوته … او عالم تياره شو
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي
دعوت نیوز.کام
[1] – راجع تحت عنوان: صناعة الزعيم في كتاب “عندما يحكم الطغاة” للدكتور جريشة ، الناشر: دار الاعتصام ، مصر.
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website