خپل مزدور ته د زکات ورکول جايز دي ؟

دي إسلامي دعوت محترمو كاركونكو أو ليدونكو ته سلامونه محترمو هيله مند يم زما لاندي سؤال ته جواب راكي زما سره په دكان كي ملكري كار كوي او هغوي قرضدار دي أيا هغوي ته زكات وركولي سم او كه نه
غلام فاروق- امارات متحده شارجه

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو ، فقير ته چې پوروړی وي زکات ورکول جايز دي ، لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ ….( التوبه ۶۰ ) .
فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره
کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت وي چه پخپله پری زکات فرض وي .
مساکين : هغه تش لاسی خلک دي چه د نفقی لپاره څه نه لري که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وي .

خپل مزدور ته د مزدورۍ څخه علاوه زکات ورکول جايز دي ، مګر په مزدورۍ کې د زکات ورکولو سره زکات نه صحي کيږي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *