حسن الخاتمة (ښه خاتمه )

حسن الخاتمه يا ښه خاتمه دا ده چې : الله (جل جلا له ) خپل بنده ته د توبې توفيق ورکوي هغه عبادات او ښه کارونه تر سره کوي د ګناهونو څخه پرهيز کوي بيا ده ته په همدې ښه حالت کې مرګ راځي لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلي دي چې : انس بن مالک رضی الله عنه وايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (إذا أراد الله بعبده خيراً استعمله) قالوا: كيف يستعمله؟ قال: (يوفقه لعمل صالح قبل موته) رواه الإمام أحمد والترمذي وصححه الحاكم في المستدرك.

يعنې کله چې الله تعالی خپل بنده ته د خير اراده وکړي ، هغه استعمالوي ، ويې وويل : څنګه يې استعمالوي ؟ ويې فرمايل : د مرګ نه مخکې يې د صالح عمل د پاره اماده او وقف کوي .

 ښې خاتمې لره نښې وي چې يوه نښه يې دا ده چې هغه ته د مرګ په وخت کې د الله تعالی د رضا او خوښۍ زېری ورکول کيږي ، لکه الله سبحانه و تعالی چې فرمايي : (إن الذين قالوا ربنا الله ثم استقاموا تتنزل عليهم الملائكة ألا تخافوا ولا تحزنوا وأبشروا بالجنة التي كنتم توعدون) فصلت: 30

ژباړه : بې شکه هغه کسان چې ويې ويل : الله زمونږ رب دی او بيا (پر خپل ايمان) ټينګ ودريدل ، دوی ته به پرښتې وليږل شي ( او ور ته به ووايي : ) مه وېرېږئ او مه خفه کيږئ او په هغه جنت کې خوشحاله شئ چې تاسې ته يې ژمنه شوې وه .

او دغه زېری مؤمنانو ته د ځنکندن ، قبر او بعثت په وخت کې وي .
همدارنګه بخاري او مسلم له بی بی عائشة رضی الله عنها نه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ أَحَبَّ لِقَاءَ اللَّهِ، أَحَبَّ اللَّهُ لِقَاءَهُ، وَمَنْ كَرِهَ لِقَاءَ اللَّهِ، كَرِهَ اللَّهُ لِقَاءَهُ». قَالَتْ عَائِشَةُ ـ أَوْ بَعْضُ أَزْوَاجِهِ ـ: إِنَّا لَنَكْرَهُ الْمَوْتَ، قَالَ: «لَيْسَ ذَاكِ، وَلَكِنَّ الْمُؤْمِنَ إِذَا حَضَرَهُ الْمَوْتُ بُشِّرَ بِرِضْوَانِ اللَّهِ وَكَرَامَتِهِ. فَلَيْسَ شَيْءٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا أَمَامَهُ، فَأَحَبَّ لِقَاءَ اللَّهِ وَأَحَبَّ اللَّهُ لِقَاءَهُ. وَإِنَّ الْكَافِرَ إِذَا حُضِرَ بُشِّرَ بِعَذَابِ اللَّهِ وَعُقُوبَتِهِ، فَلَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَهَ إِلَيْهِ مِمَّا أَمَامَهُ. كَرِهَ لِقَاءَ اللَّهِ وَكَرِهَ اللَّهُ لِقَاءَهُ». (بخارى:6507)

ژباړه :

د عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوک چې د الله تعالی ملاقات خوښوي الله تعالی د هغه ملاقات خوښوي ، او څوک چې د الله تعالی ملاقات نه خوښوي الله د هغه ملاقات نه خوښوي .

عايشه رضی الله عنها يا د رسول الله کومې بلې بی بی وويل : مونږ مرګ نه خوښوو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هدف او مطلب دا نه دی . بلکي هر کله چې مؤمن ته مرګ راشي هغه ته د خوشحالۍ او الهي بخښنې زېری ورکول کيږي ، په دغه وخت کې هغه ته هيڅ شی هم دومره محبوب نه دي د کوم چې انتظار يې کوي . پس هغه د الله تعالی ملاقات خوښوي او الله تعالی هم د هغه ملاقات خوښوي . مګر کله چې کافر ته مرګ راشي هغه ته د الهي عذاب زېری ورکوي نو ځکه هغه ته هيڅ شی دومره بد او نا خوښ نه دی د کوم چې انتظار کوي نو همدا وجه ده چې هغه د الله تعالی ملاقات نه خوښوي او الله تعالی د هغه ملاقات نه خوښوي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.