اسلام له نظره حجاب څه شی دی آیافرض واجب سنت اوکه مستحب په آیت اوحدیث سره یی تفصیل را کړی مهربانی به موی وی
ستاسودلازیاتو بریاووپه هیله
معراج الدین ( عالمی ) )- کابل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په اصطلاح کې د بيګانه خلکو څخه د ښځې د بدن او زينت پټولو ته حجاب وايي .
د حجاب حکم فرض دی په قرآن ، سنتو او اجماع ثابت دی منکر يې کافر او تارک يې ګنهکار دی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).
ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .
تفسير ابن کثير د دغه آيت شريف په تفسير د رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه قول نقلوي ليکي :
الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی .
او په دې باره کې په سنتو کې روايتونه ذکر شوی دي لکه :
د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به مخ لوڅولو . . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او سلسلة صحيحية للالبانی .
د ابی بکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه ) خلکو څخه مخ پټولو (رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ و سلسلة صحيحية ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم