شېبه ګهیځ
لکه په شین اسمان کې هغه ځلېدونکي ستور تر منځ سپینه سپوږمۍ، سپوږمۍ رڼې سترګې او ښکلې ځلانده معصوه څېره لرله، له ښکلا سره سره سپوږمۍ د کلي په ماشومانو کې هوښیاره او لایقه هم وه. پلارجان، مورجانه او ملګري یې ترې ښه خوشحاله ول، سپوږمۍ د مور هره خبره منله.
یوه ورځ مور سپوږمۍ ته یوه نانځکه ډالۍ کړه؛ خو له دې وروسته نور سپوږمۍ هغه پخوانۍ سپوږمۍ نه وه، نور سپوږمۍ د پخوا په څېر د مور خبره نه منله.سهار وختي به له خوبه نه پاڅېدله،مور به په غږ کولو ستړې شوه
ــ سپوږمۍ لورې پاڅه ښوونځي ته ناوخته کېږي
ــ ښا مورې اوس پاڅېږم
سپوږمۍ به هماغسې په خوب پاتې وه، مور به سپوږمي له لاسه ونیوله مخ او لاس به یې ورته ومینځل او سهارنۍ ته به یې کېنوله؛ خو د هغې سترګې به اوس هم په خوب کې و داسې وه ته به وایې باڼې یې سره نښتي.
دا پېښه څو ورځې دوام وکړ، دا ځل یې مور سره وعده وکړه چې وخته به له خوبه پاڅېږي؛ خو سهار یې دا وعده هېره وه او همداسې دا ستونزه ډېرېده.
ښوونځي کې ښوونکې او ملګري هم سپوږمۍ ته اندېښمن ول، ملګري به یې چې کله هم ویل
ــ راشه سپوږمۍ لوبې وکړو
ــ نه زما زړه ورته نه کېږي، غواړم همدلته ویده شم.
ښوونکې هم د سپوږمۍ له داسې وضعیت ستړې شوه، ځکه نور هغې ته ښوونځی او درس مهم نه وو، نور هغه پخوانۍ لایقه نجلۍ نه وه، پر میز به هم ویده وه، کورنۍ دندې یې نه کولې او مدام به په فکر و.
یوه ورځ مور ځان سره وویل: نور باید دا ستونزه هواره کړي ؛ نو ځان سره یې وویل چې دا ځل باید شپې سپوږمۍ ته ویښه پاتې شي تر څو وګوري هغه څه کوي چې داسې شوې ده!
همداسې هم وشول په دې شپه مور د سپوږمۍ د کوټې دروازې شاته په ویښه تېره کړه.
سپوږمۍ د هرې شپې په څېر خپل بسترې ته د ویدېدو لپاره لاړه، کله چې یې غوښتل ویده شي نو؛ نانځکې ویل راشه چې لوبې وکړو.نانځکه بیا وویل:
ــ سپوږمۍ راشه چې رسامي وکړو
ــ سمه ده.
ــ سپوږمۍ راشه پټ پټونی کوو.
ــ ښه ده لوبې به وکړو.
خو دومره به دوی سره لوبې وکړې چې د سپوږمۍ د خوب وخت به تېر شو، ملا اذان به سپوږمۍ ویده کېدله. نو داسې به هغې ته سهار وخته پاڅېدل ستونزمن و.
د سپوږمۍ مور چې دا هر څه له دریڅې لېدله، راغله او نانځکې ته یې وویل:
ــ که ته پرې نه ږدې چې سپوږمۍ شپې ویده شي اړه ده چې دا به بیرته وړي.
نانځکې هم ومنله، ځکه هغې له سپوږمۍ سره مینه لرله او لرې کېدل یې ترې نه غوښتل.
له سبا وروسته سپوږمۍ شوې وه همغه ښه او لایقه نجلۍ. مور هم خوشحاله وه.
پای