السلام عليکم ورحمته الله وپرکاته زما يو پوښتنه ده هيله ده چه راته جواپ يي کړي. پوښتنه: که چيري يوه ميرمن په خبرو او مسخرو کي دخپل خاوند څخه وپوښتي ته زما زړه نه يي خاوند ورته ووايي نه او داسي نور … او په اخري کښي ميرمن د خاوند څخه و پوښتي ته زما ميړه نه يي او ميړه يي ورته ووايي نه ، نو ايا په دي وخت کي طلاق واقع کيزي که نه که واقع کيزي نو څه بايد وسي ځکه دا خاوند مطلب دا نه دي چه طلاق وسي . هيله ده چه دد پوښتني جواب راته راکړي مننه
احمدالله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
فتاوی دارالعلوم ديوبند د زوجيت څخه د وتلو کلمه استعمالول کنايه الفاظ بولي داسې چې ښځې ووايي ته ما د زوجيت څخه جلا کړی ، يا داسې ويل چې ته زما ښځه نه يي ، که نيت يې طلاق وي طلاق بائن واقع کيږي د دواړو په رضامندی سره به د نکاح تجديد کوي او که نيت يې د طلاق نه وي طلاق نه واقع کيږي ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۹ ص ۲۶۵ – الدرالمختار کنايات ج ۲ ص ۴۴۶ – عالمګيری ج ۱ ص ۴۳۱) .
مسلمانانو وروڼو او خوندو ته مو دا نصيحت دی :
چې د طلاق د الفاظو کارولو څخه که صريح وي او يا کنايي وي ځان وساتي ځکه بې ضرورته ، د مسخرو په شکل ، د غصي او بې احتياطې له وجې طلاق سختې خطرناکې پايلې لري .
د خپل ځان او خپلې ميرمنې جوړ ژوند بې ضرورته بغير له څه وجې مه بربادوئ .
قرآنکريم د يوې ښځې فرياد چې د طلاق د خطرناکو پايلو په اړه خپل رب جل جلاله په ژړا فرياد کوي داسې بيانوي :
قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .
بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له ته فرياد کوي او الله جل جلا له تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له اوريدونکی او ليدونکی دی .
ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وويل په دې باره کې حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .
ښځه لاړه او د خپل رب په دربار کې په ژړا سره داسې وايي :
ای الله جل جلا له ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره يې بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .
او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :
«اللهم إني أشكو إليك، اللهم فأنزل علي لسان نبيك: ! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).
تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله
و الله سبحانه وتعالی اعلم