تر دې وروسته به ګونګيان هم خبرې کوي

په کلفورنیا پوهنتون کې څېړونکيو یوه داسې دست‌کشه جوړه کړې چې کولای شي، ستاسې ټولې اشارې په خبرو بدلې کړي.
دا دست‌کشه په ځانګړي ډول د هغو کسانو له‌پاره ده چې نه شي کولای خبرې وکړي.
په دې دست‌کشو کې داسې یوه حساسه اله نصب ده چې کولای شي هر ډول اشارې له محسوسېدو ورسته په الفاظو بدلې کړي او مقابل لوری وپوهوي چې د بل شخص هدف څه شی دی.
د دې دست‌کشې په سر کې ټول الکټرونیکي سیسټم نصب شوی، خو ستاسې لاس ته شارټي نه درکوي، بلکې لاندې کلک پوښ لري چې تاسې وساتي.
د هرې ګوتې پر سر دوه حساسې الې شته چې کولای شي اشارې محسوس کړي.
کله چې هم ستاسې ګوتې د اشارو په ډول خوځېږي، دست‌کشه پوهېږي چې هدف مو څه شی دی، خو هو یاد لرئ چې ستاسې ګوتې باید د لوستو ګونګیانو په څېر وخوځېږي، هغه چې نړیوال درسي مېتودونه ورته جوړ شوي دي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.