تخارج دې ته وايي چې وارثان توافق وکړي چې د ځېنو وارثانو برخې د بل شي په مقابل کې عوض شي يا دا چې د ټولو وارثانو په خوښه د ځينو وارثان برخې کمې شي او يا په خوښه ځنې وارثان د خپلو برخو څخه نورو وارثان ور تير شي .
دا مسئله د راشدينو په وخت کې مينځته راغلی ده ، روايت دی چې عبدالرحمن رضی الله عنه د مرض موت پر مهال خپلې ښځې ته طلاق ورکړ کله چې هغه وفات شو ښځه د عدت په حال کې وه وروسته عثمان رضی الله عنه هغې د هغه د دريو نورو ښځو سره يو ځای ميراث ورکړ چې هغوی د ۱/۴ باندې مصالحه وکړه چې ۸۳ زره ( دناره يا درهمه ) وو .
د تخارج مسئله لاندې صورتونه لرلای شي :
اول : کچېرې د وارثانو څخه يو وارث خپله برخه بل وارث ته د ترکې څخه بغير د څه مال په بدل کې ورکړي نو مسئله داسې کيږي چې دده برخه به د هغه کس له برخې سره يو ځای کيږي د کوم سره يې چې مصالحه کړې ده .
دوهم : کچېرې يو وارث خپله برخه د ترکې څخه بغير د مال په بدل کې پر نورو وارثانو وپلوري او دی له ترکې څخه تير شي نو مسئله يې داسې حل کيږي چې دده برخه پر نورو وارثانو مساوي د هغوی د برخو په تناسب ويشل کيږي .
دريم : کچېرې يو وارث خپله برخه د ترکې د معلوم مال په عوض کې نورو وارثانو ته ورکړي نو مسئله داسې حل کيږي چې د هغه برخو د نورو وارثانو د برخو په نسبت ويشل کيږي .