بې‌پیلوټه مچۍ جوړه شوه

انسانانو ته ورته د ماشیني سړیو/ښځو او حیواناتو په اړه خو به مو ډېر څه اورېدلي وي، خو په فرانسه کې اوس یو انجینیر مچۍ ته ورته بې‌پيلوټه الوتکه جوړه کړې ده.
د ایرو ناټیکل کمپنۍ انجینیر ایډوِن رایومبکي څو کاله وړاندې یو روباټ یا ماشیني انسان هم جوړ کړی و چې مرغۍ ته ورته و، خو هوا ته نه‌شو الوتلی، اوس تازه جوړه شوې بې‌پیلوټه د مچۍ په ډول ده او په هوا ته هم الوتلی شي.
لوېدیځې رسنۍ زیاتوي، د ایرو ناټیکل کمپنۍ انجینیر دې بې‌پیلوټه مچۍ ته د «میټافلای» نوم ورکړی او وزن يې یوازې ۱۰ ګرامه او اوږدوالی يې ۷ انچه دی.
دا بې‌پیلوټه مچۍ په پنځلس دقیقو کې چارچېږي چې پنځلس دقیقې چارج ساتي، په هوا کې له سل مټره پورته الوتلی شي او اوس‌مهال يې په بازار کې بیه ۷۸ امریکايي ډالره ده.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.