دغه تقویه کونکې او مغذي میوه په طبیعي شکل په غرونو که را شنی کیږي ، دا میوه د هیواد له نامتو وچو میوو څخه شمیرل کیږي څه د پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، ننګرهار , کنړ او نورستان ولایتو کې پریمانه پیدا کیږي .
جلغوزي په پراخه پیمانه امینو اسیدونه او ګټور غیراشباع غوړ لري او دا مزه داره میوه ډیرې ګټې بدن ته رسوي .
د جلغوزیو غوړ د بدو کولسټرولو ضد دي ، بدن کې د وینې شریانونه له هر رنګه زیان څخه په امن کې ساتي او همدا علت ده څه د زړه له حملو څخه هم په امان کې پاتې کیږي .
جڼغوزي غني له ویټامین او A , E , D او څخه لري څه د پوستکی د روغتیا او سلامیتا لپاره او د سترګو د تقویه لپاره ګټور دي .
نیاسین یا ویټامین B3موجود په جلغوزیو کې د اعصابو او حافظه د تقویه باعث کیږي . جلغوزي د اوسپینه په درلودو د بدن ټولو سلولو او حجرو ته اکسجن رسوي او د حجراتو او سلولو د غښتلتیا سبب کیږي .
جلغوزي ګرم طبعیت لري نو له همدې سببه هغه کسان څه ګرم او وچ مجاز لري باید په خوړو کې ورسره احتیاط وکړي . او هغه کسان څه سوړ مجازه دي هغه ته نور هم ګټور دي . دا میوه د ځیګر لپاره هم ډیر ګټور دي او د وینې تری ګلیسیراید ( وازده ) هم ښکته کوي .
جلغوزي د ښو غوړو او فیبر څخه هم غني ده او لدې کبله ایشتها کم وي او د بدن وزن ورسره کمیږي او قبضیت هم نه کیږي .
د جڼغوزیو درملیز خاصیت
جلغوزي د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي ، بدن ته روغتیایزې مرسته کوي ، جلغوزي ټول بدن تقویه کوي .
که څوک له بې خوبې څخه کړیږي جلغوزي ورته ښه درمل دي ځکه ډیر مګنیزیم لری .
د وینې فشار تل نورمال ساتي ځکه په پراخه پیمانه منګینزیم او پتاسم لري ، عضلات پیاوړي کوي او عضلاتي دردونه هم تسکین کوي ، اندیښنه او د بدن خستګي او کسالت له منځه وړي .
هغه څوک څه د مثانه ډبره لری د منځ وړلو سبب یې کیږي .
هغه کسان څه سوړ مجاز لري او د جنسي میل سره لاس او ګریوان وي د جلغوزیو خوړل ورته توصیه کیږي او ستونزه یې حل کیږي .
جلغوزي د مغز د لا پیاوړتیا او تقويه سبب کیږي .
هغه وګړي څه د سپرم کمښت ولرئ لدې جادوي میوه څخه د ګټه واخلي .
جلغوزي د پوستکي لپاره ښه درمل دي که غواړي پوستک مو ښکلی شي جلغوزي نرم کړي او په مخ مو ووهي او یو ساعت بعد په تړمو اوبو پریمنځي .
که څوک د ځیګر ستونزه لرئ جلغوزي دې په سرکې کې لامدی کړي او هره ورځ دې وخوري .
یادونه : په خوړولو کې افراط هم مه کوي .