اى علماوؤ تاسو ته وايم

ی د اسلام د دین محترمو علمای کرامو! د خپل ځان او اسلام په هکله له خدایه ویره وکړئ.
ای علماوؤ! د چارواکو او دولتونو پر وړاندې ستاسو بې قدري له دې کبله ده چې تاسوته اسلام بې قدره دی.
ای علمای کرامو !ستاسو عزت او لوړوالی د اسلام په عظمت او عزت کې نغښتی،که تاسو عزت او قدرت غواړﺉ  نو د اسلام د عزت او قدرت هڅې وکړﺉ .
ای مسلمانو علماؤ ! مسلماني دا نده چې دالهي احکامو په بیان خوله پټه کړﺉ او یا داسلام ددښمنانو په کړنو سترګې پټې کړﺉ تر څو هغوی اسلامي قوانین او احکام له منځه ویسي .
ای علماؤ :داسلام خدمت دا نه دی چې تاسو په حکومتي مدرسو کې اسلامي علوم تدریس کړﺉ  په داسې حال کې چې چارواکي بیا دا احکام نه پلي کوي .
ای علماؤ!اسلام په دې کې نه خلاصه کیږي چې تاسو په منبر ودریږی او خلک نیکو اخلاقو او عبادت ته راوبولئ، خو د حکومت او چارواکو  له کړنو، د قانون او قضا له مسايلو، د اقتصادي او ټولنیزو چارو او دوست او دښمن سره د اړیکو په هکله خلک بې خبره پریږدﺉ.
ای علماؤ! ولې خلک نه پوهیږي؟ په داسې حال کې چې ستاسو دنده پوهول دي…
او ولې د اسلام حکم هغو چارواکو ته چې مسلمانان غیر اسلامي قوانینو ته اړ باسي نه بیانوﺉ؟

 

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.