اوس به نو ډرون غارو ته هم ننوځي

ډورن خو ډول ډول جوړې شوې، مګر راځئ نن د یوه داسې ډرون په اړه ولولئ چې د اړتیا پر مهال په غارونو او سوریو ننوځي او کولای شي چې تاسې هلته پیدا کړي.

دا ډرون ځانګړی لېزر لري او کولای شي چې د هر غار نقشه واخلي. د دې ډرون یوه بله ځانګړنه دا ده چې کولای شي حتا لکه موټر په ځمکه هم حرکت وکړي.

نوې ډرون له یوې سویډني کمپنۍ انکونووا سره تړلي احمد النعماني او ملګریو یې جوړه کړې او کولای شي چې ډېرو هغو ځایونو ته دننه شي چې لا انسان د ورننوتو پر مهال د وېرې احساس کوي.

دا ډرون کولای شي چې په ۱۰ دقیقو کې د ۳۰ زره مربع مټرو نقشه واخلي او تصویرونه یې هم له ځان سره وساتي.

سرخط ورځپاڼه

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.