املوک مو د خپل عمر څخه پنځلس کاله ځوان ښکاره کوي

املوک ټول پېژنئ او د مني پۀ موسم کې پرېمانه پیدا کېږي،د دې لپاره چې د مخ ګونځې مو هوارې شي، نو په مخ د املوکو ماسک ووهئ، خو سترګې ترې وساتئ، د مخ د ګونځو په کمولو کې دغه ماسک اغېزمنه برخه لري، همدا ډول د هغوی په مخ چې دانې وي، نو د املوکو ماسک یې په کمولو کې پوره برخه لري.
په مخ باندې د املوکو د ماسک د کارولو پر مهال د املوکو اوبه د پوستکي بېخ ته ځان رسوي او له ریښو د پوستکي د ځوانۍ، تازه ګۍ او روغتیا په چاره پیل کوي.

څه ډول د املوکو ماسک جوړولی شو؟
یو دانه املوک به له ماشین څخه اوباسئ او د یوې هګۍ ژېړ به ورسره ګډ کړئ، د یو لېمو اوبه هم پکې ور ګډې کړئ، تر لاسه شوی مخلوط د شلو دقیقو لپاره په مخ ووهئ، وروسته یې په تړمو اوبو ووېنځئ.

ډاکټره عارفه ځدراڼ وایي؛ د دې کار څخه وروسته به مو خامخا د پوستکي په حالت کې مثبت بدلون احساس کړئ.
که چېرته په دوامدار ډول تر هغه دا کار وکړئ چې ستونزه مو نه وي هواره شوې، نو ډاډه اوسئ چې په دې کار سره به ان د خپل عمر د پنځلسو کلونو پخواني حالت ته واوړئ او ځوان به ښکارئ.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.