ابو حمزه آلماني فاتح جرمن

صلاح الدين ابوحمزه خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د آلمان په برلين کې پای ته ورسولې او په کال د ۲۰۰۱ کې مسلمان شو ، وروسته مکې مکرمې ته لاړ د أم القری په پوهنتون کې يې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه ، د تحصيل وروسته په ۲۰۰۶ کال کې بيرته آلمان ته لاړ .

ابو حمزه  ۱۴ کلن ماشوم وو چې د يو کشيش سره يې د کتاب مقدس (بايبل ) په باره کې عجيبه مناقشه وکړه او هغه کشيش يې په دې باندې اقرار کړ چې نومړی کتاب تحريف شوی دی .

بيا څه وخت پس د يو بل مسيحي دعوتګر سره مخ شو له هغه څخه يې وپوښتل چې د تبليغ او تبشيري حرکت څخه مو هدف څه دی ؟ هغه وويل : د اسلام تخريب او له مينځه وړل .

ابوحمزه ددې خبرې اوريدو سره سم د قرآنکريم مطالعه پيل کړه قرآنکريم يې د پيل څخه تر پايه پورې د ژباړې سره مطالعه کړ ، او په قرآن کې د الله تعالی د آسماء او صفاتو څخه متعجب شو ، داسې صفات چې په کتاب مقدس کې بالکل نه وو .

له دې وروسته جومات تللو او د مسلمانانو سره يې يو ځای لمونځ ادا کولو ، او يو ځل يې د جمعې لمونځ ادا کړ د جومات امام د هغه څخه پوښتنه وکړه آیا ته پخپله کورنۍ کې يوازې مسلمان يې ؟ ويې ويل هو : بيا يې شهادتين وويل « أشهد ألا إله إلا الله و أن محمدا رسول الله »

 نومړی ۲۳ کلن ځوان وو چې د اسلام په سپيڅلي دين مشرف شو .

هغه اوس په آلمان کې يو قوي داعي دی چې دده په لاس باندې زرګونه آلمانيان مسلمان شوي دي نو ځکه د آلمان په فاتح باندې مشهور دی .

نومړی داعي په يو بيان کې داسې وايي : د جناب نبی صلی الله عليه وسلم سره محبت دا دی چې سړی د هغه په تعليماتو او اخلاقو عمل وکړي ، او تش په ژبه محبت ، محبت نه دی .

او زياتوي : قرآنکريم هغه معجز کتاب دی چې کوچني ماشومان يې له پيل څخه تر پايه پورې ټکې په ټکې حفظ او يادولای شي، مونږ په دغه قرآن کې د (عبس و تولی ) سورت لولو هغه سورت چې الله تعالی د خپل حبيب عتاب کړی دی ، نو څنګه به دا خبره سمه وي چې جناب له ځانه ليکلی دی ؟ او قرآنکريم د خدايی صفت له ګرد مخلوق څخه نفی کړی دی.[ليس كمثله شىء وهو السميع البصير ]

کافله دعوت الی الله

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.