آیا دغوښی په پیچکاری روژه ماتیږی ؟

ایادغوښی په پیچکاری روژه ماتیږی مکرو کیږی او که هیڅ کوم تاوان نه لری

فريد احمد افضلي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه پيچکاری چې د سخت مرض د پاره د ضرورت په وخت کې کيږي که د رګ وي يا غوښي روژه نه فاسدوي   «‌کما  حققه  العلامه  المفتی  محمد  شفیع رحمه الله  و   العلامة  التهانوی رحمه الله  فی  امداد  الفتاوی‌«‌.( امداد  الفتاوی  کتاب  الصوم‌: 2/144) نقل في الفتاوي المحمودي حنفي .

همدارنګه جديد فقهي مسائل ج ۱ص ۹۵ او فتاوی دارالعلوم ديوبند .

علماء بلدالحرام لیکي :

دوه ډوله پيچکاری وجود لري :

يو ډول هغه پيچکارۍ دي چې انسان د ابو او خوراک څخه بې نيازه کوي چې د هغه څخه هدف د بدن تغذيه وي او د لوږي د احساس نه کولو پخاطر تر سره شي دا ډول پيچارۍ روژه باطلوي لکه ګليکوز و غيره .

دوهم ډول هغه پيچکارۍ دي چې د هغه څخه د تغذيې کار نه اخيستل کيږي بلکې د مرض د پاره په وخت د ضرورت کې کارول کيږي په دې باندې روژه نه ماتيږي ځکه چې په دې باره کې شرعي نص وجود نه لري روژه په هغه څه باندې فاسديږي چې په شرعي نصوصو ثابت وي په دې باره کې د کوم شرعي دليل ثبوت نشته .

  فتاوي علماء بلدالحرام مکة المکرمه – فتاواي الصوم . ص(58)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.