ځواب : د قرض د پاره د وخت ټاکل جايز دي .
لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ (البقره ۲۸۲ ) .
ژباړه : ای مؤمنانو ! کله چې تر ټاکلې نيټې پورې د قرض او پور معامله کوئ نو تاسې هغه وليکئ.
مګر په هغه صورت کې چې د قرض د ادا د پاره وخت ټاکل شوی وي د قرض غوښتلو په اړه د فقهاؤ څو قولونه دي چې دوه مشهور قولونه په لاندې ډول دي :
اول قول دا دی چې : قرض حسنه ورکونکی به د قرض تر ټاکل شوې مودې پورې انتظار کوي (درالمختار ابن عابدين ) .
دوهم قول : د جمهورو فقهاؤ په نزد قرض ورکونکی هر وخت خپل قرض غوښتی شي .
أحكام رد القرض الحسن في فقه الاسلامية ليکي :
القول الأول: إن القرض يتأجل بالتأجيل، ويلزم المقرض الانتظار حتى يحين الوقت الذي
اتفق على تسليم القرض في (ابن عابدين، محمد أمين: حاشية رد المحتار على الدر المختار) .
القول الثاني : ذهب جمهور العلماء إلى أن القرض مال وأن أُجل لم يتأجل، فللمقرض متى
شاء أن يطالب المقترض برده
کتاب أحكام رد القرض في الفقه الإسلامي ( علی المذاهب الاربعة ) .
د قرض په فوري ډول غوښتل (چې د پوروړې په لاس کې څه نه وي ) د اسلامي شريعت د اصولو خلاف دی ځکه د اسلامي شريعت قاعده ده چې (لا ضرر و لا ضرار فی الاسلام ) ، فوري غوښتلو سره شدت ، تکليف او ضرر وي .
مګر بغیر د څه عذر څخه د قرض نه ادا کول ګناه او خطرناک دي .