السلام عليکم ، پوښتنه دا ده چې زه په ایران کې په یوه دولتي مؤسسه کې کار کوم هغوی زموږ له معاشونو ۲۰٪ مالیه ګرځوي
ډيری کارکوونکي وايي په موږ زکات نه شته ځکه چې مالیه او زکات دواړه نه وي
دوهم دا چې زه خپل یوه ملګري ته چې د زکات مستحق دی پیسې ورکوم خو دا نه ورته وایم چې دا پیسې د زکات دي ځکه نه غواړم د کمترۍ احساس ورته وشي.
عبدالصمد – ايران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ماليات د حکومت حکم دی چې حکومت يې اخلي او زکات د الله تعالی حکم دی چې د زکات مستحقينو ته ورکول کيږي ، هيڅکله ماليات په زکات کې نشي حساب کيدای او نه هم د مالياتو په ورکولو زکات ساقطيږي .
تفصيل دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/3774
د دوهمي پوښتنې ځواب : باک نه لري که د زکات د ادا کولو په وخت زکات د خيرات ، کومک او بل نوم ورکړل شي په شرط ددې چې د زکات نیت يې کړی وي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم