اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاة الله پاک دی خیر در کړی چی زموږ سوالونو ته بیا هم جواب راکوی دیره مننه فقط یو سوال لرم چی ځینی خلک وایی چی حضرت خضر(ع) ژوندی دی او په هر اختر کی د هر مسلمان سره دلاس روغبړ کوی ایا داسی کوم صحیح حدیث شته او کنه که مهربانی وکړی پدی اړه معلومات راکړی دیره مننه
عبدالتواب رحيمي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
حضرت خضر عليه سلام د صحيح قول له مخې نبی وو هغه د موسی عليه سلام په دور زمان کې ژوند کولو له هغه سره د موسی عليه سلام ملاقات هم شوي دي چې موسی عليه سلام ته يې د الله تعالی د حکيمانه کارونو څو نموني هم پيش کړی دی چې په سورت کهف کې يې بيان شوی دی .
د صحيح قول له مخې حضرت خضر عليه سلام د ميلاد څخه پخوا وفات شوی دی
د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه 3/211،212
ګر چې په خلکو کې د خضر عليه سلام د ژوند قصې ډيرې عامې دي مګر په قرآن او سنتو کې هيڅ اصل نه لري :
الله تعالی په قرآنکريم کې فرمايي : ” وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ أَفَإِن مِّتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ ” ﴿الأنبياء: 34﴾ ما ستا څخه مخکې هيچا ته هم همشنۍ ژوند نه دی ورکړی ، مګر که ته وفات شی نو هغوی به هميشه وي ؟
بل دليل دا چی که خضر عليه سلام ژوندی وای ده به خامخا له جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره ملاقات کړی وو او دهغه اتباع به يې کړی وه ځکه چې ټول پخواني اديان د جناب نبی صلی الله عليه وسلم په رسالت سره منسوخ شوی دي .
و الله تعالی اعلم