ايا تقديرته تدبيرجوريزي? جواب ضروري ده
ميرويس
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
تقدير څه ته وايي ؟
قدر يا تقدير په دې معنی دی چې الله جل جلا له په ټولو پيدا کړيو اشياؤ باندې د پيدا کيدو مخکې عالم دی او هغه (جل جلا له ) له ځانه سره ليکلي دي او هر څه چې مينځ ته راځي هغه د الله جل جلا له په اراده باندې مينځ ته راځي او په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان يو رکن دی لکه څنګه چې جبريل عليه سلام له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ايمان په باره کې سوال کوي چې ايمان څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ » (بخاري (4949 او مسلم (2649)
(ايمان عبارت له ) په الله جل جلا له ، ملائکو ، کتابونو ، پيغمبرانو ، ورځ د آخرت او د ښه او بد په تقدير باندې ايمان لرل .
د انسان عادت دا دی چې هر شی د خپل فکر او پوهې له رويه څيړي ، د الله جل جلا له قدرت او د قدرت دومره لوړې نښانې دي چې د هغه څيړل د انسان په عقل او پوهې سره ډير مشکل وي .
ځکه مونږ د سبا ورځې په راتلونکو حالاتو باندې نه پوهيږو علم نه ورباندې لرو ، خو الله جل جلا له چې څه مخلوق پيدا کړی دی په ازل کې په هغوی باندې پوره علم لري .
آيا تقدير تغير کولای شي :
تقدير په دوه ډول دی يو مبرم ( تغير نه کوونکی ) تقدير دی او بل معلق (تغير کوونکي ) تقدير چې په اسباسو پورې تعلق لري او بدليږي لکه څنګه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
: لا يَزِيدُ فِي الْعُمْرِ إِلا الْبِرُّ وَلا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلا الدُّعَاءُ (رواه ابن ماجه ( 4022 ) عمر نه زياتيږي مګر په نيکۍ ، تقدير نه بدليږي مګر په دعا
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ ) رواه البخاري ( 5640 ) ومسلم ( 2557 ) .
یعنې : څوک چې غواړي د هغه عمر زيات او رزق يې پراخه شي نو هغه لره پکار دي چې خپلولې ښه و پالي .
حضرت عمر فاروق د بيت الله طواف کولو او ژړل به يې او دا دعا به يې کوله ای الله جل جلا له ! که دې زه بدبخت او ګناهکاره ليکلی وم هغه محوه کړي ما دې پخپل کتاب کې سعادت او مغفرت وليکي .همدارنګه ابو وائل تابعې به هم دا دعا کوله .
و الله سبحانه وتعالی اعلم