لیکنه : ډاکټر ش میره کی ګرانو دوستانو دا لاندې ښکلی مطلب هم ولولي د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د اوسپنې کموالی هم دی، اوسپنه په سرو ژونکو (سرو کرویاتو ) کې دهغوی د ښې دندې رسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي. هر انسان له بل انسان نه د یخنۍ د احساس په تړاو توپیر لري، که څه هم د سړو په پرتله د ښځو ډېر یخ کېږي، داړوندې روغتیا برخې کارپوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغي دي په تایراید مرغړي ( غده ) کې ستونزه تایرایډ یا تیموس مرغړی په بدن کې د ګرمې هوا او د حرارت د درجې ساتلو د سیستم کار مخته بیايي، تایرایډ مرغړیبدن تود ساتي، خو کله چې دغه مرغړی فعالیت ټیټ شي، انسان د سړوښنې احساس کوي. په دې حالت کې انسان داسې انګیري چې تودېدو ته اړتیا لري، او تایرایډ مرغړی لا نورې تودوخې تولیدولو ته اړباسي. کله چې د بدن حرارت لوړ شي، تایرایډ مرغړی خپل کار پرېږدي. د وینې جریان کې نیمګړتیا د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي انسانپه پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي. په بدن کې د وینې د جریان ډېر عوامل دي، د زړه ناروغي، د وینې رګونه – کله چې زړه او د وینې رګونه کمزوري شي،زړه ته د وینې د پمپ کولو چاره ګرانه تمامېږي، همدا ده چې لاسونو او پښو ته د وینې رسولو کې په فعال ډول د زړهفعالیت ټیټېږي.…