مرسته وکړئ


د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10ډالر، (500) افغانی یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً

د دعوت نیوز بانکي پته: 47162162 نوی کابل بانک
د واټس آپ شمېره :0093783313169

Support Dawat News Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News Center from as little as $/€10, 500 AFG – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
NKB Bank AC # 47162162
WhatsApp: 0093783313169

د دعوت نیوز اهداف

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، و‌اشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله  صلی الله عليه وسلم .

دا پاڼه په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده .

دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي .

ددې پاڼې د فعاليت هدف د اسلامې شريعت ددې حکم پلي کول دي چې الله جل جلا له  فرمايي :

تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )

تګ لاره يې د الله جل جلا له  ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

د دعوت نیوز پاڼه په نړيواله سطحه خپلو لوستونکو ته په ساده او واضح ډول علوم لکه : علم عقائد ، علوم القرآن (تجويد ، قواعد عربي صرف او نحوه ، قرآن پوهنه ، تفسير او ترجمه )، علوم الحديث ،سيرت، فقه عبادات ، فقه معاملات ، فقه ميراث ، فقه احوال شخصي (نکاح او طلاق ) ، فقه جنايات ، اصول فقه ، دعوت او جهاد ، آداب شرعي او د دين ټول ضروري احکام او مسائل برابروي او په دې لاره کې شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو په آسانه او روانه ژبه هر مسلمان ورور د نړی په هر ګوټ کې په آساني سره له هغه څخه استفاده وکړي .

دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مو چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوو او خلک ته به الهي احکام رسوو ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږو او نه شرميږو ، هدف مو د الله جل جلا له  رضا ده پر الله تعالی مو توکل کړی دی ،د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرو .

که مو ددې پانې په مطالبو کې څه داسې غلطي وليدله چې خدای (جل جلاله ) مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي فوراً مو ور باندې خبر کړئ مونږ به يي ان شآء الله فوراً اصلاح کړو.

د هر مسلمان ورور چې نيت يې د دين نصرت ، اصلاح او خيرخواهي وي نيوکې ، وړانديز او نصيحت ته د قدر په سترګه ګورو .

دعوت نیوز.کام

کابل افغانستان

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟