سلامونه او نیکی هیلی ستاسو درنه حضور ته وړاندی کوم هیله ده چی روغ او صحتمند…
نویسنده: دعوت نیوز
دا پاڼه په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده .
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي .
ددې پاڼې د فعاليت هدف د اسلامې شريعت ددې حکم پلي کول دي چې الله جل جلا له فرمايي :
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
د دعوت نیوز پاڼه په نړيواله سطحه خپلو لوستونکو ته په ساده او واضح ډول علوم لکه : علم عقائد ، علوم القرآن (تجويد ، قواعد عربي صرف او نحوه ، قرآن پوهنه ، تفسير او ترجمه )، علوم الحديث ،سيرت، فقه عبادات ، فقه معاملات ، فقه ميراث ، فقه احوال شخصي (نکاح او طلاق ) ، فقه جنايات ، اصول فقه ، دعوت او جهاد ، آداب شرعي او د دين ټول ضروري احکام او مسائل برابروي او په دې لاره کې شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو په آسانه او روانه ژبه هر مسلمان ورور د نړی په هر ګوټ کې په آساني سره له هغه څخه استفاده وکړي .
دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مو چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوو او خلک ته به الهي احکام رسوو ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږو او نه شرميږو ، هدف مو د الله جل جلا له رضا ده پر الله تعالی مو توکل کړی دی ،د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرو .
که مو ددې پانې په مطالبو کې څه داسې غلطي وليدله چې خدای (جل جلاله ) مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي فوراً مو ور باندې خبر کړئ مونږ به يي ان شآء الله فوراً اصلاح کړو.
د هر مسلمان ورور چې نيت يې د دين نصرت ، اصلاح او خيرخواهي وي نيوکې ، وړانديز او نصيحت ته د قدر په سترګه ګورو .
دعوت نیوز.کام
کابل افغانستان
د بل کس لپاره حج يا عمره ادا کول
السلام علیکم…! د دعوت نیوز محترمو کارکونکو الله تعالی دې وکړي چې روغ،جوړ خوشحاله او سو…
که څوک په حج کې د مرض له کبله سر نشي خريلای؟
که چیرته څوک د ویښاتانو د کمزورتیا مشکل ولری او دا ویره ورسره وی کچیرته سر…
د مني ، مذی او ودی ترمينځ څه فرق دی؟
د دعوت نیوز قدرمنو مسولینو دزړه له مینی سلامونه ومنی پس دسلامه زما یوه پوښتنه ده…
په مني باندې ککړې جامې سره لمونځ کيږي ؟
د دعوت نیوز محترمو کارکونکو! اسلام علیکوم ورحمته الله وبرکاته ستاسو ددغه اسلامی خدمت بدله دی…
اول سوال:د سنت لمونځ نه کول سه حکم لری؟
محمد مجاهد ځواب بسم الله الرحمن الرحيم اول : داسې کول د لويو فضائلو له لاسه ورکول…
د سنت لمونځ ترک کول څنګه دي؟
السلام علیکم و رحمت الله و برکات سلامونه او نیکی هیلی تولو دوستان ته وړاندی کوم.…
پنځه ډوله خلک شته چې ورسره بحث مه کوئ،
: پنځه ډوله خلک شته چې ورسره بحث مه کوئ، نه خپل وخت ضايع کړئ او…
څوک وايي “ا ســــر ا ئـــیـــل ته لعنت”؟ ایا تاسو د نبي نوم سپکوی ؟
“د حضرت یعقوب عليه السلام لقب ‘اسرائیل’ دی، خو یهود د خپل غاصب او ظالم دولت…