د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر…
نویسنده: دعوت نیوز
دا پاڼه په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده .
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي .
ددې پاڼې د فعاليت هدف د اسلامې شريعت ددې حکم پلي کول دي چې الله جل جلا له فرمايي :
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
د دعوت نیوز پاڼه په نړيواله سطحه خپلو لوستونکو ته په ساده او واضح ډول علوم لکه : علم عقائد ، علوم القرآن (تجويد ، قواعد عربي صرف او نحوه ، قرآن پوهنه ، تفسير او ترجمه )، علوم الحديث ،سيرت، فقه عبادات ، فقه معاملات ، فقه ميراث ، فقه احوال شخصي (نکاح او طلاق ) ، فقه جنايات ، اصول فقه ، دعوت او جهاد ، آداب شرعي او د دين ټول ضروري احکام او مسائل برابروي او په دې لاره کې شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو په آسانه او روانه ژبه هر مسلمان ورور د نړی په هر ګوټ کې په آساني سره له هغه څخه استفاده وکړي .
دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مو چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوو او خلک ته به الهي احکام رسوو ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږو او نه شرميږو ، هدف مو د الله جل جلا له رضا ده پر الله تعالی مو توکل کړی دی ،د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرو .
که مو ددې پانې په مطالبو کې څه داسې غلطي وليدله چې خدای (جل جلاله ) مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي فوراً مو ور باندې خبر کړئ مونږ به يي ان شآء الله فوراً اصلاح کړو.
د هر مسلمان ورور چې نيت يې د دين نصرت ، اصلاح او خيرخواهي وي نيوکې ، وړانديز او نصيحت ته د قدر په سترګه ګورو .
دعوت نیوز.کام
کابل افغانستان
د خورزې د خاوند څخه ستر کول څه حکم لري ؟
د خورزې د میړه نه ستر ّکول څه حکم لري ځواب بسم الله الرحمن الرحيم ښځې…
د صبر، شکر، او د ژوند د هر حالت د منلو لپاره قوي پیغام لري.
✨ د صبر، شکر، او د ژوند د هر حالت د منلو لپاره قوي پیغام لري.…
په رمضان کې د حيض د مخنيوي لپاره د دوا کارول
په رمضان کې د حيض د مخنيوي لپاره د دوا کارول دغه دوا که د عبادت…
د نر لپاره د رنجو استعمال څه حکم لري ؟
د نر لپاره د رنجو استعمال څه حکم لري ؟ د نر لپاره په سترګو کې…
دګرويې په باره کې معلومات
اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته ستاسي له درانه حضور نه په درناوي هيله كوم چي…
دعيسويانو په لاس ذبحه حلاله اوکه مرداره ؟
Message: نــــــــــوم : Habibi ســـرليک : مـــــــــتن :Question Dears: First of all, I am so sorry that I did not…
د روژي په اړه څو پوښتنی
قدرمن ورور شاکری صيب سلامونه د روژې مبارکي مياشتي د مبارکيو ترڅنګه د دغه ورور پوښتنه…
آيا انسان سپوږمۍ ته ختلای شي ؟
آیا انسان سپوزمۍ ته ختلای شي اوکه نه ؟ هو انسان سپوزمۍ ته پورته شوی دی (فتاوی…