سلامونه او نیکی هیلی د دعوت ویب پاڼې ټولو کارکوونکوته وایم او تاسو ته د روغتیا…
نویسنده: دعوت نیوز
دا پاڼه په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده .
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي .
ددې پاڼې د فعاليت هدف د اسلامې شريعت ددې حکم پلي کول دي چې الله جل جلا له فرمايي :
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
د دعوت نیوز پاڼه په نړيواله سطحه خپلو لوستونکو ته په ساده او واضح ډول علوم لکه : علم عقائد ، علوم القرآن (تجويد ، قواعد عربي صرف او نحوه ، قرآن پوهنه ، تفسير او ترجمه )، علوم الحديث ،سيرت، فقه عبادات ، فقه معاملات ، فقه ميراث ، فقه احوال شخصي (نکاح او طلاق ) ، فقه جنايات ، اصول فقه ، دعوت او جهاد ، آداب شرعي او د دين ټول ضروري احکام او مسائل برابروي او په دې لاره کې شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو په آسانه او روانه ژبه هر مسلمان ورور د نړی په هر ګوټ کې په آساني سره له هغه څخه استفاده وکړي .
دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مو چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوو او خلک ته به الهي احکام رسوو ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږو او نه شرميږو ، هدف مو د الله جل جلا له رضا ده پر الله تعالی مو توکل کړی دی ،د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرو .
که مو ددې پانې په مطالبو کې څه داسې غلطي وليدله چې خدای (جل جلاله ) مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي فوراً مو ور باندې خبر کړئ مونږ به يي ان شآء الله فوراً اصلاح کړو.
د هر مسلمان ورور چې نيت يې د دين نصرت ، اصلاح او خيرخواهي وي نيوکې ، وړانديز او نصيحت ته د قدر په سترګه ګورو .
دعوت نیوز.کام
کابل افغانستان
د خاوند د اجازې بغير آرايشګاه ته تلل
که د یوانسان ښخه بیدون دمیړه دی ایجازی بازار یا آرایشکاه ته لاره شی سه حوکم…
دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات
اول زما سلامونه قبول کړی وروسته دسلام نه زماپوشتنه داده چي: ۱۔ خپلي خځي سره ملاويدل…
درسهای اخلاقی درپرتو سیرت النبی صلی الله علیه وسلم
استاد سید میر تمنا مقدمه از مهم ترین اهداف مطالعه و دانستن سیرت پیامبر اکرم صلی…
ته زما ښځه نه يې ويلو سره طلاق واقع کيږي ؟
السلام عليکم ورحمته الله وپرکاته زما يو پوښتنه ده هيله ده چه راته جواپ يي کړي.…
آيا ښځه را باندې طلاقه شوه ؟
د دعوت نیوز ډيرو محترمو کارکونکو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندې کوم هیله لرم…
د طلاقې شوې ښځې د خور سره نکاح
اسلام علیکم زما پوستنه داده چه که یو سری خپله سحه طلاقه کری نو بیا کولی…
خپل خاوند ته ويل چې ته زما خاوند نه يې
نیکی هیلی خواږه سلامونه می ومنی ستاسی دښه فعالیت څخه ډیر خوسحال یم الله دی دتل…
که مور خپل زوی ته ووايي چې ښځه دې ايله کړه څه حکم لري ؟
د زړه له کومی سلامونه ! بعد سلامه؟ آیا دا حقیقت لری چی که چا مور…