لیکنه : ډاکټر ش میره کی دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي. د شکرې ناروغان د روژې او هایپوګلیسیمیا (د وینې ټیټ شکر) ترمنځ د اړیکو له امله، د شکر ناروغۍ خلک د ډیروزیان منونکو ډلو څخه دي. په هرصورت، څیړنې ښودلې چې د شکر ناروغۍ ناروغان کولی شي د لومړني تغذیې او دډاکټرانو سپارښتنو سره روژه ونیسي او د دوی په ناروغۍ مثبت اغیزه ولري. مګر د شکرې ځینې ناروغان انسولین تهاړتیا لري او د ډاکټر له اجازې پرته روژه نشي نیولی. ډاکټر تاسو سره مرسته کوي پرته له کومې ستونزې روژه ونیسئد کارول شوي درملو دوز تنظیمولو او د خواړو ټاکلو سره. سر دردي، د معدې مشکلات , بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژهنیونکي ورسره د روژېپه میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو. د روژې سر دردي د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سردردي او یا هم میګرین باندې اخته کېږي.�دا کېدای شي بېلابېل عواملولري، لکه ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت. په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه ترپیشلمي څو ګیلاسه وڅښئ. همدارنګه د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي، نو دا يې د پرېښودلو ښه میاشت ده، بایدپرېږدي.…
نویسنده: دعوت نیوز
دا پاڼه په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده .
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي .
ددې پاڼې د فعاليت هدف د اسلامې شريعت ددې حکم پلي کول دي چې الله جل جلا له فرمايي :
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
د دعوت نیوز پاڼه په نړيواله سطحه خپلو لوستونکو ته په ساده او واضح ډول علوم لکه : علم عقائد ، علوم القرآن (تجويد ، قواعد عربي صرف او نحوه ، قرآن پوهنه ، تفسير او ترجمه )، علوم الحديث ،سيرت، فقه عبادات ، فقه معاملات ، فقه ميراث ، فقه احوال شخصي (نکاح او طلاق ) ، فقه جنايات ، اصول فقه ، دعوت او جهاد ، آداب شرعي او د دين ټول ضروري احکام او مسائل برابروي او په دې لاره کې شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو په آسانه او روانه ژبه هر مسلمان ورور د نړی په هر ګوټ کې په آساني سره له هغه څخه استفاده وکړي .
دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مو چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوو او خلک ته به الهي احکام رسوو ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږو او نه شرميږو ، هدف مو د الله جل جلا له رضا ده پر الله تعالی مو توکل کړی دی ،د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرو .
که مو ددې پانې په مطالبو کې څه داسې غلطي وليدله چې خدای (جل جلاله ) مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي فوراً مو ور باندې خبر کړئ مونږ به يي ان شآء الله فوراً اصلاح کړو.
د هر مسلمان ورور چې نيت يې د دين نصرت ، اصلاح او خيرخواهي وي نيوکې ، وړانديز او نصيحت ته د قدر په سترګه ګورو .
دعوت نیوز.کام
کابل افغانستان
په پیچکارۍ باندې روژه ماتیږي او که نه ؟
پوښتنه: مفتي صاحب په ستن (پیچکاري) لګولو سره روژه ماتیږي که نه ؟ (پوښتنه کونکی: –…
د لونګۍ او نکتایي ترمنځ افراط!
ټولنیز بدلون هغه وخت برکت لري چې د عقل، عدالت او تدریج پر بنسټ وي. خو…
صدقه فطر را با احکام و تفصیلاتش از نو بیاموزید!
ضیاءاحمد فاضلی مسوول مدرسه احیاءالعلوم واستاد پوهنتون هرات صدقه فطر عبارت است از مقداری خوراکي و…
که یو کس خپلې ښځې ته په یوه کوټه کی دوه ځلی واضح د طلاق لفظ استعمال کړي څه حکم لري؟
السلام علیکم ورحمة الله پوښتنه می پدې توګه ده چې که یو کس خپلې ښځې ته…
د اسلام له مخې د جبري کوژدې او واده حکم څه ده؟
❓ پوښتنه یوې نجلۍ چې په زور کوژده شوې او د هلک یا کورنۍ سره هیڅ…
که څوک د سهار لمونځ لپاره استنجاء وکړي، مګر تر ماسپښین پورې تشې بولې…؟
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته زه په اول قدم کې د دعوت نیوز.کام ټولو…
د یو هلک کوژده شوې وي، آیا په دې حالت کې هلک او نجلۍ کولای شي په موبایل کې خبرې وکړي؟
❓ پوښتنه السلام علیکم و رحمة الله و برکاته زه په اول قدم کې د دعوت…
شخصی ناگهان نسوارِ دماغی (از راه بینی) استعمال کرد و مزهٔ آن را در گلوی خود احساس نمود. آیا روزهاش باطل شده است؟
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته زه په اول قدم کې د دعوت نیوز.کام ټولو…