۶- حلم او حوصله او له غصې څخه پرهيز
بې ځايه او ډير قهر او غصه کېدل ځينې وخت د سخت خطر سبب ګرځي لکه: دوښمني، عداوت او حتی د خولې څخه د کفر د الفاظو د وتلو سبب ګرځي . د قهر او عصې څخه پرهيز او د هغه کابو کول د متقيانو صفت دی، د دنيا او آخرت خير دی.
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ] (آل عمران 134) .ژباړه: (پرهيزکاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او نا خوښۍ دواړو حالاتو کې مالونه خيراتوي، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي) .
جناب رسول صلی الله عليه وسلم ته يو کس راغی چې ما ته نصيحت وکړه، جناب دری ځله هغه ته په تينګار سره وويل چې :« لاَ تَغْضَبْ» (غصه مه کوه ) .
همدارنګه فرمايي: :«لا تغضب ولك الجنة »(رواه صحيح الجامع و الطبراني).
ژباړه: (غصه مه کوه تا لره به جنت وي) .
د والدين د پاره د حلم او غصې کولو څخه پرهيز کول پر دوی باندې د رحمت د نزول سبب ګرځي اولادنو ته يې نقش قدم ګرځي.
۷- حياء : او حيا د بدو او فاحشو کارونو مخنيوی کوي او سړی د خير طرف ته بيايي .
لکه څنګه چې ايمان سړي نيکو کارونو ته جلبوي او له بدو کارونو څخه يې منع کوي همداسې حياء هم ده ځکه د ايمان يوه برخه ده .
إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»(البخاري).
ژباړه: هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .
قول د « فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ » صيغه د امر ده چې د تهديد او وعيد لپاره ده نه د امر لپاره
۸- د راز ساتل :
والدين بايد خپلو اولادونو د سر او راز ساتلو اهيمت وښايي چې د کور راز هيڅا ته نه وايي . او کور ، پلار او مور راز ساتې .
د راز ساتل له اسلامي اخلاقو څخه دی جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په اړه صحابه کرامو ته تعليم ورکولو . انس بن مالک رضی الله عنه وايي : أسَرَّ إليَّ نبيُّ الله صَلى اللهُ عليهِ وسلَّمَ سرّاً فمَا أخبرتُ بهِ أحَداً بعدُ.
ژباړه :ماته به چې جناب نبی صلی الله عليه وسلم کومه پټه د راز خبره وکړه نو بيا هغه هيڅ چا نه کوله .