د اولاد اخلاقي او ادبي روزنه
تعريف :
اخلاق د خُلق جمع ده او خلق خوی او عادت ته وايي .
په اصطلاح کې اخلاق د هغو صفاتو او عاداتو مجموعه ده چې د هغه په نتجه کې داسې کارونه او خبرې ورڅخه صادريږي چې شرعاً او عقلاً غوره او ښه وي .
حسن بصري رحمه الله اخلاق داسې بيان کړي دي : اخلاق د الله او د هغه د مخلوق سره د ښه سلوک کولو څخه عبارت دي :
د الله سبحانه وتعالی سره حسن خلق دري ارکان لري :
1- د الله تعالی د اخبارو تصديق کول .
2- د هغه د احکامو تنفيذ او تطبيق .
3- د هغه په ابتلاء باندې صبر او خوښي اختيارول .
او د مخلوق سره حسن خلق کول دری ارکان لري :
1- خلکو ته ضرر نه رسول.
2- عفوه او بخشش.
3- پراخه تندی د بل کس د مخامخ کيدو په وخت کې خوشحاله څهره .
امام غزالي رحمه الله اخلاق داسې تعريفوي :
اخلاق حسن څلور ارکان لري کله چې دغه څلور ارکان سم او متناسب شي نو حسن خلق مينځته راځي .
دغه ارکان دا دي : د علم قوه ، د غضب قوه ، د شهوت قوه او د عدل قوه .
هر چې د علم قوه ده ددې په وسيله د ښو او بدو تر مينځ د فرق ادراک کيږي لکه : په اقوالو کې د فرق ادراک په مابين د رښتيا او درواغو کې ، د عقائدو په حصه کې فرق په مابين د حق او باطل کې ، فرق په مابين د ښو او بدو خبرو کې نو کله چې دغه قوه اصلاح شوه ثمره يې حکمت دی او حکمت د ښو اخلاقو رأس بلل کيږي .
او د غضب قوه بيا د حکمت په قبضه کې راځي او د شهوت قوه بيا د عقل او شرع په قبضه کې وي او د عدل قوه په شهوت او غضب کې پوښل شوی وي چې د عقل او شرع په اشاره عمل کوي .
پس عقل په مثال د معلم دی او د عدل قوه په مثال د تلې ده چې د ښو او بدو تر مينځ فرق کوي او غضب بيا مأمور دی په اشارې سره ، پس په هر چا کې چې دا خصلتونه پيدا شول د هغه څخه ښه اخلاق صادريږي. (إحياء علوم الدين/ للغزالي )