د رمضان روژه او ماشومان

  په نابالغ ماشوم او ماشومه باندې د رمضان روژه فرض نه ده .

په دليل د دغه حديث شريف:” رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلاثَةٍ : عَنِ الْمَجْنُونِ الْمَغْلُوبِ عَلَى عَقْلِهِ حَتَّى يُفِيقَ ، وَعَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ ، وَعَنِ الصَّبِيِّ حَتَّى يَحْتَلِمَ ” (ابوداود و حاکم ).

ژباړه : پورته شوی قلم له دريو کسانو ( شرعي مسئوليت نلري ) : له بې حاله ليوني څو پورې چې په حال کې نشي ، بيده کس څو پورې چې ويښ شوی نه وي ، او هلک څو پورې چې بالغ شوی نه وي .

مګر هغوی ته په روژې نيولو باندې أمر کول ښه کار دی تر څو دوی د روژې نيولو سره عادت شي ځکه چې دا کار د صحابه کرامو څخه روايت شوی دی ، هغه وخت چې دوی د روژې نيولو د قوت او طاقت سن ته ورسیږي ، د روژې نيولو توان ولري مګر که هغوی ته د روژې نيول ضرر لري منع کول يې پکار دي .

ځنې فقهاء کرام په دې نظر دي چې د روژې نيولو مراحل هم د لمانځه د مراحلو پشان دي . والله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟