د ايمان تعريف :
ايمان په لغت کې تصديق او باور ته وايي او دشريعت په اصطلاح کې ايمان په زړه تصديق او په ژبه اقرار کول دي په ټولو مؤمن به شيانو .
د ايمان ارکان :
د ايمان ارکان عبارت دي له: په الله تعالی ايمان، په ملائکو ايمان، په آسماني کتابونو ايمان، په رسولانو ايمان، په ورځ دآخرت ايمان، په قدر او شر ايمان او په بيا ژوندې کيدو ايمان .
اول – پر الله سبحانه وتعالی ايمان :
د ايمان لومړی رکن د الله سبحانه وتعالی په وجود او وحدانيت باندې ايمان لرل ،په الله سبحانه وتعالی باندې د ايمان او اعتقاد لرلو خلاصه :
۱- د الله تعالی په وجود باندې د ايمان دليل څه دی ؟ د هغه (جل جلاله ) د قدرت علامې او نښانې لکه : ورځ په شپه او شپه په ورځ بدلوي، له ژوندې څخه مړی او له مړي څخه ژوندی پيدا کوي، نو ايا د الله پرته بل څوک شته چې دا کار تر سره کړي؟ نه.
لقوله سبحانه وتعالی :
[تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ] (آل عمران :۲۷) .
ژباړه: ته شپه په ورځ کې ننه باسي (شپه په ورځ بدلوې) او ته ژوندی له مړي را وباسې او مړی له ژوندي او چې چا ته دې خوښه شي بې حسابه رزق ورکوې .
او د الله تعالی په وجود باندې عقلي دليل دا دی چې دا موجود مخلوق او ستره هستي چې په منظم ډول روان دي ، لمر را پورته کيږي او ډوبيږي ، ورځ په شپه او شپه په ورځ بدليږي يو اداره کوونکي او پالونکي ته ضرورت لري چې د ټولې هستۍ پيدا کوونکی ، اراده کونکی او پالونکی ستر رب (جل جلاله ) دی .
هيڅ داسې شی نشته چې هغه يو پيدا کوونکی او جوړونکی ونه لري ، پس د هر جوړ شوی او پيدا شوی شی په دې باندې دلالت کوي چې هغه صانع او جوړونکی لري ، موجود کائينات او لويی هستي ټول په دې باندې دلالت کوي چې هغه يو پيدا کوونکی او ستر څښتن او پالوونکی لري چې الله سبحانه وتعالی دی .
۲- الله تعالی يو دی په ذات او صفاتو کې شريک نلري، رب، خالق او رازق د ټول عالم دی او هيڅ شريک نلري .
لقوله سبحانه وتعالی: [وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَّا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ] (البقرة: 163).
ژباړه: همدا يو الله دی . پرته له دی مهربان او بښوونکي الله څخه بل هيڅ لائق د عبادت (معبود بر حق) نشته.
دليل دا دی کچېرې العياذ بالله دوه خدايان وای نو د کائناتو په تنظيم کې به خامخا بې نظمې راغلی وه .
لقوله سبحانه وتعالی :[لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ] (الانبياء ۲۲) .
ژباړه:کچېرې په ځمکه او آسمان کې پرته له الله نور خدايان وای نو د دواړو نظام به کډوډ شوی وو د عرش څښتن له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان يې وايي .
۳- د الله سبحانه وتعالی سره هيڅ شی مشابه نه دي نه په ذات او نه په صفاتو کې :
لقوله سبحانه وتعالی :[لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ] (الشوری ۱۱) .
ژباړه: هغه ته ورته هيڅ نشته . د هر څه ښه اورېدونکی او ښه ليدونکی دی .
عقلي دليل :
په هيڅ جوړ شوي شي کې د خپل جوړونکي خاصيت او صفت نشته مثلاً نجار د لرګي څخه کړکۍ جوړوي آيا د کړکۍ صفت له نجار سره مشابه دی ؟ نه هيڅکله نه .
همداسې الله سبحانه وتعالی د خپل مخلوق او جوړې کړې هستۍ سره هيڅ شباهت نلري .
۴- الله سبحانه وتعالی معبود برحق دی (لا اله الا الله) د الله تعالی پرته هيڅ څوک د عبادت لائق نه دي .
۵- الله سبحانه وتعالی هميشه دی او هميشه به وي، فنا کېدل نلري او تل تر تله ژوندی دی .
لقوله سبحانه وتعالی: [كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ] (القصص :۸۸) .
ژباړه:له هغه پرته هر شی هلاکېدونکي دي .
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لا يَمُوتُ] (الفرقان: ۵۸) .
ژباړه: او په هغه ژوندي ذات توکل وکړه چې هيڅکله نه مري .
۶- هر څه چې په جهان او عالم کې تر سره کيږي د الله تعالی په اراده تر سره کيږي، هغه (جل جلاله) په هر څه قادر دی، د ټولو شيانو مرګ او ژوند، عزت او ذلت د هغه (جل جلاله) په واک کې دي، ګټه رسول، دفع ضرر، خير او شر ټول د الله تعالی د طرفه دي .
[قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ] (آل عمران:۲۶).
ژباړه: (ای محمده!) ووايه: ای الله! خاوند د پاچاهۍ یې، ته پاچاهي هغه چا ته ورکوې چې ستا خوښه شي او چې له چا نه يې چي ستا خوښه شي ترې اخلې يې . چاته دې چې خوښه شي عزت ورکوې او چې چا ته دې چې خوښه شي ذليلوې يې . ستا په لاس کې خير دی او ته په هر شي قادر يې .
[ومَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ] (التكوير:۲۹) .
ژباړه: او نه شئ قصد کولی تاسې (د سمې لارې) مګر هغه چې اراده وفرمايي الله چې پالونکی د ټولو عالميانو دی .
۷- الله تعالی په هر څه عالم دی د هغه څخه هيڅ شی پټ نه دي .
[وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاء إِلَهٌ وَفِي الأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ] (الزخرف ۸۴).
ژباړه: او همدغه يو الله په آسمان کې معبود دی او په ځمکه کې هم . دحکمت خاوند دی او په هر څه پوه دی .
۸- الله تعالی هيڅ چا ته محتاج نه دی ، نه له چا څخه پيدا شوی دی او نه يې څوک زږولي دي .
لقوله سبحانه وتعالی :
پر ملائکو باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی
ملائکې د الله تعالی مخلوق دی چې له نور څخه پيدا شوې دي، يو لحظه د الله تعالی نا فرماني نه کوي ،ملائکې د الله تعالی د حکم او ارادې پرته هيچا ته د نفع او ضرر اجازه نلري په هغه باندې توسل شرک دی .
ملائکې خوړل او څښل نه کوي، نکاح نه کوي او نه هم خوب کوي.
ابليس او جنيات د ملائکو له ډلې څخه نه دي ځکه ملائکې له نور څخه پيدا دي او ابليس له اور څخه پيدا شوی دی .
ملائکې مؤمنان خوښوي او کافران نه خوښوي .
ملائکو ته الله تعالی ددې قدرت ورکړی چې په مختلفو شکلونو ځان بدل کړي .
که څه هم د ټولو ملائکو کار او دنده د الله تعالی تسبيح او تهليل او د هغه د امر پر ځای کول دي او د هرې يوې وظيفه معلومه ده، د ځينو ملائکو وظيفې په لاندې توګه دي :
د جبرائيل عليه السلام وظيفه:
پيغمبرانو ته وحی راوړل، د الله تعالی په حکم د کافرانو په مقابل کې د مسلمانانو مرسته کول، د الله په حکم د نافرمانو بندګانو باندې دعذاب راوړل .
د مکائيل عليه السلام وظيفه :
د الله تعالی په حکم د مخلوقاتو د رزق او روزې انتظام، د ورېځو، بارانونو، بحرونو او سيندونو انتظام .
د ملک الموت وظيفه:
د الله تعالی په حکم د ساه لرونکو مخلوقاتو څخه روح اخيستل .
د اسرافيل عليه السلام وظيفه :
د الله تعالی په حکم د قيامت د قيام پر مهال د ټولو مخلوقاتو د فنا کولو او بيرته ژوندې کولو لپاره د شپېلۍ پوکی کول .
کرام الکاتبين :
د خلکو ښه او بد عملونه ليکل .
حفظه ملائکی:
د انسانانو ساتنه او څارنه .
نکير او منکر :
په قبر کې د مړو څخه د رب، دين، نبي پوښتنه کوي .
د الله تعالی په کتابونو ايمان :
الله سبحانه و تعالی پر خپلو رسولانو باندې د بشر د هدايت او لارښوونې لپاره کتابونه نازل کړي دي چې د هغو په وسيله خلک د الله توحيد ته بلل شوي، په نيکو کارونو ورته امر شوی او له بدو کارونو څخه منع شوي وو .
د الله تعالی په کتابونو او صحيفو باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی، د الله تعالی په کتابونو باندې د ايمان لرلو مقصد دا دی چې دغه کتابونه د الله د طرفه نازل شوي، د هغه (جل جلاله) بلا کيف کلام دی، په هغو ټولو کې موجود اوامر او نواهي حق دي .
او دا ايمان لرل چې مخکنې کتابونه د قرآن په نزول سره منسخ شوي دي .
[وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ] (سورة المائدة: ۴۸)
ژباړه: مونږ تاته په حقه هغه کتاب نازل کړی دی چې له تا وړاندې کتابونه رښتنې ګڼې او ساتونکی يې دی پس حکم کوه په ما انزل الله .
د حکم څخه مطلب دادی چې د قرآن پرته په هيڅ پخواني کتاب باندې عمل او حکم کول جايز نه دي .
آسماني کتابونه او صحيفې په لاندې ډول دي :
تورات په موسی عليه السلام نازل شوی .
زبور په داود عليه السلام نازل شوی .
انجيل په عيسی عليه السلام نازل شوی .
قرآن په محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی .
صحيفې :
د صحيفو شمير معلوم نه دی ځينې صحيفې په حضرت آدم عليه السلام ، ځينې په شيث عليه السلام ، ځينې په ابراهيم عليه السلام نازل شوې دي او ځينې علماء وايي :
۱۰ صحيفې په آدم عليه السلام نازلې شوې .
۱۰ صحيفې په ابراهيم عليه السلام نازلې شوې .
۵۰ صحيفې په شيث عليه السلام نازلې شوې .
۳۰ صحيفې په ادريس عليه السلام نازلې شوې دې .
يقيناً چې قرآنکريم د الله تعالی کلام دی، د الله تعالی آخرنی کتاب دی د قرآن نه وروسته د قيامت تر ورځې بل کتاب نه نازليږي او نه هم بل پيغمبر راځي، د قرآن په نزول سره ټول کتابونه منسوخ شوی دي .
دا مقدس کتاب د الله تعالی له طرفه د جبرئيل په واسطه په حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې په (۲۳) کلونو کې نازل شوی دی چې (۳۰) سپارې او (۱۱۴) سورتونه لري .
مونږ په قرآن ايمان او باور لرو چې الله تعالی دغه کتاب د ټول بشريت د لارښوونې لپاره نازل کړی دی، نړيوال کتاب دی په کوم قوم او ژبې پورې خاص نه دی بلکي د ټول بشريت لپاره لارښوونه کوي او غوښتنه ترې کوي چې د الله تعالی په توحيد باندې ايمان راوړئ، د طاغوت څخه منع شئ تر څو په دنيا او آخرت کې د سعادت او نيکمرغۍ ژوند مو په برخه شي .
قرآنکريم د لوح محفوظ څخه ټول په يو ځل په همغه ترتيب چې اوس موجود دی د جبرائيل په واسطه د دنيا آسمان بيت العزت ته نازل شوی او وروسته لږ لږ په (۲۳) کلونو کې نازل شوی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم يو شمير صحابه ؤ ته هدايت کاوه چې هغوی قرآن حفظ کړي او ځينو ته يې دنده سپارلې وه چې قرآن وليکي .
قرآنکريم څنګه چې الله تعالی نازل کړی دی جبرئيل عليه السلام به پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته لوستلو او رسول الله صلی الله عليه وسلم به په هماغه شان صحابه کرامو ته تعليم کړی دی او پرته له تغير او تحريف څخه مونږ ته رسيدلی دی او د تل لپاره به د تحريف څخه پاک او منزه وي .
د الله تعالی رسولان د الله تعالی استاذې دي چې د الله توحيد او عبادت ته بلوونکي او لارښوونکی دي او د طاغوت او شرک څخه منع کوونکي دي .
په رسولانو باندې ايمان لرل د ايمان څلورم رکن او حتی د يو رسول څخه انکار کفر دی .
[إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً …] (النساء:150).
ژباړه: يقيناً کوم کسان چې په الله او د هغه په رسولانو کافران کيږي او غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو تر مينځ جلاوالی راولي او وايي چې مونږ په ځينو رسولانو ايمان راوړو او په ځينو يې نه راوړو او غواړي چې په دې مينځ کې يوه ليار ونيسي .
په رسولانو باندې د ايمان مقصد دادی چې هغوی د الله تعالی د جانبه د بشريت د لارښوونې لپاره را ليږل شوی دي، په هغوی باندې نازل شوي حق دي، د هغوی شريعت حق دی .
پیغمبران عليه السلام د کبيره او صغيره ګناهونو څخه پاک دي، ټول نارينه دي، ځينې پر ځينو نورو افضل دي، د ټولو پيغمبرانو افضل او آخرنی رسول محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دی .
يوم القيامة ځکه ورته وايي چې په دې ورځ ټول خلک د حساب او جزاء لپاره را ټوليږي او يوم الآخر ځکه ورته وايي چې دا د دنيا آخري ورځ ده .
د قيامت په ورځ ايمان شامل دی په لاندې امرو باندې :
۱- په قبر کې د ملائکې په پوښتنه کولو او همدارنګه د قبر په نعيم باندې لپاره د اهل طاعت او عذاب لپاره اهل معصيت باندې ايمان لرل .
۲- په بيا ژوندي کېدو باندې ايمان، کله چې دوهمه شپيلۍ ووهل شي نو خلک به د الله حضور ته حاضر کړ شي .
۳- د قيامت په ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حوض کوثر باندې ايمان لرل .
لقوله سبحانه وتعالی: [(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ..](الكوثر:۱).
۴- د قيامت په ورځ په حساب او جزا باندې ايمان لرل .
[إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ– ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ] (سورة الغاشية:۲۵-۲۶) .
ژباړه: يقيناً چې بيرته به مونږ ته راځئ، بيا د دوی سره حساب زمونږ کار دی .
۵- په ميزان باندې ايمان لرل، داسې تله چې د ذرې په اندازه نيک او بد اعمال تلې .
[وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا] (الأنبياء:۴۷) .
ژباړه: مونږ به د قيامت په ورځ د انصاف تلې کيږدو نو په هيچا به هيڅ ډول تيری ونه شي .
۶- په پل صراط باندې ايمان لرل، کوم چې د دوزخ د پاسه جنت ته تير شوی چې هر څوک به د خپل نيک عمل په وسيله له هغه څخه تيرېږي څوک د سترګو د رپ په شان، څوک د برق په شان، څوک د باد په شان، څوک د آس د تګ په شان …. تيريږي .
۷- په جنت او دوزخ ايمان لرل، چا چې ايمان راوړی وي او ښه عملونه يې کړي وي هغه به جنت ځي، او چا چې ايمان نه وي راوړی هغه به هميشه په دوزخ کې وي . او د چا چې ګناهونه پر نيکو کارونو درانه شوی وي هغوی به د څه وخت لپاره دوزخ ته ځي .
لقوله سبحانه وتعالی: [فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ * فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ * وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ * فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ * نَارٌ حَامِيَةٌ] (القارعه) .
۸- د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شفاعت باندې ايمان لرل چې الله تعالی هغه ته د شفاعت اجازه کړې ده او په ورځ د آخرت به د خپل امت شفاعت کوي .
نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: «أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال لا إله إلا الله خالصا من قلبه » (رواه البخاري).
ژباړه: د قيامت په ورځ به د خلکو څخه زما د شفاعت زيات سعادت دهغه چا په برخه وي چې چا د زړه په اخلاص سره ويلي وي چې: لا اله الا الله. .
په قضاء او قدر ايمان :
قدر يا تقدير په دې معنی دی چې الله (جل جلا له) په ټولو پيدا کړيو اشياؤ باندې د پيدا کيدو مخکې عالم دی او هغه (جل جلا له) له ځانه سره ليکلي دي او هر څه چې مينځ ته راځي هغه د الله (جل جلا له) په اراده باندې مينځ ته راځي او په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان يو رکن دی لکه څنګه چې جبريل عليه السلام رسول الله صلی الله عليه وسلم د ايمان په باره کې تعليم ورکوي
د انسان عادت دا دی چې هر شی د خپل فکر او پوهې له رويه څيړي، د الله (جل جلا له) قدرت او د قدرت دومره لوړې نښانې دي چې د هغه څيړل د انسان په عقل او پوهې سره ډير مشکل دي .
ځکه مونږ د سبا ورځې په راتلونکو حالاتو باندې نه پوهيږو علم نه ورباندې لرو، خو الله (جل جلا له) چې څه مخلوق پيدا کړی دی په ازل کې په هغوی باندې پوره علم لري .
مثلاً يو کس ګناه کوي چې دا د الله (جل جلا له) نافرماني کول دي الله (جل جلا له) ور باندې ناراضه کيږي خو د خپل بنده په دغه حالت باندې هم په ازل کې عالم دی چې زما بنده به په فلاني وخت کې دغه نافرماني کوي، او يو بل کس ښه عمل کوي الله (جل جلا له) له هغه څخه راضي کيږي او په ازل کې په هغه باندې علم لري چې زما دغه بنده به په فلانې وخت کې دغه ښه کار تر سره کوي .
يعنې دمخلوق په ټولو حادثاتو باندې په ازل کې الله (جل جلا له) عالم دی او په تقدير کې يې شامل دي .
الله (جل جلا له) د خپلو بندګانو په حالاتو باندې علم لري او هغه يې په تقدير کې شامل دي او انسان يې مختار کړی دی او هغه ته يې دتصميم نيولو توان ورکړی دی او د هغه د پاره يې وسائل آماده کړی دي تر څو دهدايت لاره اختيار کړي او که څوک وغواړي د هدايت لاره اختيار کړي الله (جل جلا له) به هغه ته هدايت وکړي :
[وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ * وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ] (الزمر ۳۶-۳۷) .
ژباړه: او هر څوک چې الله ګمراه کړ بيا هيڅوک ورته لار نشي ښودلای او چاته چې الله هدايت وکړي بيا يې هيڅوک بې لارې کولای نشي . آيا الله په هر څه برلاسی او پوره انتقام اخيستونکی نه دی؟
او هر چا چې د خير اداره وکړه الله جل جلا له به د هغه مرسته وکړي او هغه لار به ور ته آسانه کړي:
لقوله تعالی: [فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى] (اليل ۵-۷) .
ژباړه: چاچې ورکړه او پرهيزګاري وکړه، او ښيګڼه يې رښيتنې کړه، نو ډير ژر به يې د آسانی لپاره جوړ کړو .
يعنې: چا چې د الله جل جلا له په لار کې شتمني ولګوله او د الله له نافرمانۍ نه يې ډډه وکړه او په ښه خبره يې تصديق وکړ، نو هغه ته به دآسانې لارې آسانتيا ورکړو .
په تقدير باندې ايمان لرلو مقصد :
۱- د الله تعالی په علم باندې ايمان لرل چې د هغه علم پر ټولو کائناتو باندې احاطه کړې ده او د هغه له علم څخه د ذرې قدرې شی هم پټ نه دي .
[هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ] (الحشر:۲۲).
ژباړه: الله هغه ذات دی چې پرته له هغه هيڅ معبود نشته . په پټو او ښکاره پوه دی .
۲- د الله تعالی په اراده باندې ايمان، يعنې هر څه چې تر سره کيږي هغه به د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ځکه دا هر څه د الله تعالی مخلوق دی او ټول مخلوق د ده په واک کې دی .
[وَمَا تَشَاءُونَ إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ] (التكوير :۲۹) .
۳- په دې باندې ايمان لرل چې الله تعالی ټول پيدا کړي شيان په لوح محفوظ کې ليکلي او ثبت کړي دي .
[أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاءِ وَالأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ] (الحج/۷۰) .
ژباړه: او آيا ته په دې نه پوهيږي چې د آسمان او ځمکې ټول څيزونه دالله په علم کې دي؟ دا ټول هر څه په يو کتاب کې دي او دا کار الله پاک ته ډير آسان دی .
۴- هر څه د الله خلقت دی، مثلاً انسان چې هر کار کوي د الله تعالی دتقدير او ارادې پرته يې نشي کولای ځکه د انسان ټول بدن، د بدن سيستم، فعاليت کول د الله تعالی مخلوق دی .
[وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُون] (الصافات :۹۶) .
ژباړه: او الله پيدا کړي يی تاسې او هغه چې کوئ تاسې .
کله مو چې خپلو اولادونو ته د کلمه توحيد او د ايمان ارکان ضروري زده کړه ورکړله وروسته د هغه په زړه کې د الله تعالی ، رسول صلی الله عليه وسلم ، اهل بيت ، صحابه کرام او صالح مسلمانانو د محبت نصيحت کوو .