پنځم – د نوم ايښودل :
مستحب ده چې په اوومه ورځ ماشوم يا ماشومې ته نوم وټاکل شي .
جناب نبی کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « كل غلام رهينة بعقيقته تُذبح عنه يوم سابعه ، ويُسمى فيه ويُحلق رأسه» ( رواه الترمذي :۱۵۲۲، وأبو داوود :۳۸۳۸) .
ژباړه: هر نوی زږيدلی د هغه د عقيقې په خاطر ګرو دی ، چې بايد په اومه ورځ د هغه د عقيقې ذبح ، د سر د ويښتانو خريل او په هغه باندې نوم ايښودل تر سره شي .
د دريو امامانو په نزد مستحب دا ده چې په اومه ورځ د ماشوم عقيقه ، نوم ټاکل او د سر د ويښانو خريل تر سره شي (کفايت المفتي ج ۸ ص ۲۴۹ – درالمحتار کتاب الاضحية ۶ / ۳۳۶ ) .
لجنة الدائمة ليکی : که عقيقه ، او حلق په اومه ورځ تر سره نشي باک نه لري همدارنګه که عقيقه په يوه ورځ او د سر خريل په بله ورځ تر سره شي باک نه لري (لجنة الدايمة ۴۴۳/۱۱ – هیئت کبار علماء عربستان ) .
د عقيقي د ذبحې وروسته به نوم کيږدي او کچېرې د فقر له وجې عقيقه پاتې شي کله يې چې خوښه شوه نوم دې ورته وټاکي .
وَإِذَا ذَبَحَ الْعَقِيقَةَ أَوْقَعَ عَلَيْهِ الاسْمَ ،وَإِنْ كَانَ الْمَوْلُودُ لا يُعَقُّ عَنْهُ لِفَقْرِ وَلِيِّهِ فَيُسَمُّونَهُ مَتَى شَاءُوا . انْتَهَى (تحفة المودود بأحكام المولود ص ۸۸) .