دوهم – په غوږ کې اذان او د هغه حکمت

کله چې ماشوم پيدا شي د هغه په ښي غوږ کې آذان او ګين غوږ کې اقامت ويل مستحب دي ، اذان او اقامت ويل به په متوسط آواز وي داسې چې ماشوم یې واروي .

عبید الله بن أبی رافع له خپل پلار څخه روايت کوي چې :« رأيت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم أذن في أذن الحسن بن عليّ حين ولدته فاطمة » (ابوداود: ۵۱۰۵ ) .

ژباړه : ما وليد رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د حسين بن علي رضی الله عنهما په غوږ يې آذان وکړ لکه چې بی بی فاطمه رضی الله عنها زږولی وو .

په غوږ کې د آذان کولو حکمت :

الف ): دا چې لومړی انسان ته د خپل رب (جل جلاله) د توحيد آواز ورسي ، په توحيد باندې شهادت د اسلام هغه شعار دی چې څوک نوی دنيا ته راځي او يا کله اسلام ته داخليږي نو هغه ته د توحيد داسې تلقين ورکول لکه څنګه چې د ځانکندن په وخت کې د توحيد د کلمې تلقين ورکول کيږي .

ب ) : شيطان د آذان څخه تښتي ، شيطان د انسان هغه دوښمن دی چې د پيداښت سره سم په کمين کې ناست وي او غواړي چې د بنده تعلق د خپل خالق څخه قطع کړي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :« أن الشيطان يفر عندما يسمع صوت الاذان»

ژباړه: شيطان چې کله د آذان غږ واوري نو تښتي.

ج ): د اسلام طرف ته دعوت او همدارنګه د ستر عبادت طرف ته دعوت کول چې هغه لمونځ دی، لکه څنګه چې هر مولود الله تعالی د اسلام په فطرت سره پیدا کوي ، خو شيطان هغه د ګمراهې طرف ته دعوتوي لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړ .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟