د اولاد د تربيت فضيلت

د اولاد سالمه اسلامي تربیه عظيم اهميت لري ځکه د اولاد تربيه د کورنۍ اصلاح ، د کلي ، کوڅې ، مکتب او ټولنې اصلاح ده چې ستر فضيلت لري د والدين او اولاد د پاره د دنيا او آخرت سعادت او کاميابي ده ، د اولاد د تربيت فضيلت په لاندې څو ټکو کې خلاصه کولای شو :

۱- والدینو ته د اولاد په صالح علم کې اجر دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنْ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا (رواه مسلم ).

ژباړه : چا چې د نيکۍ طرف ته خلک دعوت کړل نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

او څوک چې د چا د ګمراهۍ او انحراف سبب شو نو د هغه په ګناه کې به هم ورسره شريک وي :

« مَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا» (مسلم )

ژباړه:چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو ددغې ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکو دده د ګمراه کونکي عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی .

۲- د مرګ څخه وروسته د صالح عمل دوام :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ ( المسلم ۱۶۳۱ ) .

ژباړه : کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جاريه صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي.

 ۳- د لوڼو د تربيت اجر :

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «مَنْ کانت له ابنتان فَأَحْسَنَ إِلَيْهِما كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنْ النَّارِ» (ابن ماجه و ابن حبان ).

ژباړه:څوک چې دوې لورګانې ولري او په ښه او نيکه توګه له هغوی سره سلوک وکړي ، د ده لپاره د دوزخ د اور مانع وګرځي »

همداسې د خويندو سره ښه سلوک کول لوی اجر لري :«من رُزق بناتٍ أو أخواتٍ فأحسن إليهِنَّ کُنَّ له ستراً من النار» (متفق عليه ) .

ژباړه : څوک چې په لوڼو يا خويندو خرڅ وکړي (سالمه روزنه او پالنه يې وکړي) او له هغوی سره نيک چلن وکړي هغه ته به د دوزخ د اور څخه د نجات سبب شي.

۴- په دنيا کې عزت او په نيک نوم يادول :

لکه څنګه چې الله تعالی خپل نبي اسماعيل عليه السلام ستايلی دی چې هغه خپل اهل ته په لمانځه حکم کولو او د خپل اهل نيک تربيت يې کولو ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاَةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا](مريم :۵۵).

ژباړه: او ده به خپل اهل ته په لمانځه او زكات سره حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و.

او خپل رښتنې بنده ګان يې ستايلي دي چې هغوی د خپل ځان په اصلاح اکتفا نه کوي بلکي د خپل اهل عيال اصلاح هم له خپل رب څخه غواړي، قال الله تعالى: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ( الفرقان: 74).

ژباړه : او هغه کسان دي دعاوي کوي : ای زمونږ ربه ! مونږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخيدل راکړه او مونږ د ځان ساتونکو امامان کړه .
۵- د قيامت په ورځ عزت او شرف
 :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن قرأ القرآن وعمل به ألبس والداه تاجاً يوم القيامة ضوءه أحسن من ضوء الشّمس في بيوت الدنيا فمَا ظنُّكم بالّذي عمل بهذا» (رواه أبو داود والحاكم، وقال: صحيح الإسناد).

ژباړه: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه کوم چې زمونږ د دنيا په کورونو کې وي ډيره ښايسته وي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي..

۶- د اولاد د پاره تر ټولو غوره ډالۍ :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «هيڅ يوه غوره ډالي د والدينو له طرفه خپلو ماشومانو ته تر ښه  تربيه نشته» (رواه الطبراني).

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.