د ودونو او نورو محافلو فلمبرداري

د ودونو او نورو محافلو فلمبرداري :

د نکاح په مجالسو او خصوصاً هوټلونو کې د نارينه او ښځو، ډمانو او اتڼ چيانو تصويرونه او فلمبردارۍ تر سره کيږي چې دا عمل يې تر ټولو ستر منکر او فحشاء ده ځکه ددې فلمونو څوک ضمانت کولای شي؟ چې نورو خلکو ته به نه رسيږي چې وروسته به دا د يوه فلم په حيث کارول کيږي، د نامحرمو نارينه او ښځو سيل به پکې کيږي، په داسې شان چې يو کس به يې له خپل ناموس نه خبر نه وي خو د ده د ښځې فلمونه به په نورو کورونو کې کتل کيږي.

ددې فلمبرداری او موسيقۍ لپاره چې هر چا ډمان او عکاسان راوستلي وي څو پورې چې ددې فلم څخه استفاده کيږي ګناه به يې د ده پر غاړه وي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :«دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا» (مسلم ۲۶۷۴)

ژباړه: او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي او ګناه کار شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی.

او په دې فاحش کار لګول شوی مال تبذير دی .

او څوک چې قصداً دا بې شرمي رواجوي دغو بې شرمۍ ته دعوت کوي او غواړي چې په خلکو عامه شي نو د هغوی لپاره په دنيا او آخرت کې سخت عذاب دی.لقوله سبحانه وتعالی: « إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » [النور :1]

ژباړه: کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟