سببي جنايت
۱- که چا په عامه لاره کې د خلکو او امام د اجازې پرته کوهي کيندلي وي او څوک پکې ولويږي او مړ شي نو د قاتل ورثه به پوره ديت ورکوي .
۲- يو ديوال يا ساختمان نشت يا درز کړی وي او ځوند شوی وي له څښتن څخه يې وغوښتل شول تر څو هغه ونړوي خو د هغه څښتن دا کار ونه کړ که هم د نړولو توان يې درلود نو دغه ديوال او ساختمان سقوط وکړي چا ته ضرر ورسيږي او يا څوک پکې مړ شي د ضرر ضامن دی او د قاتل په ورثه باندې ديت دی مګر د امام ابوحنيفه په نزد په قاتل باندې کفاره نشته او همدارنګه له ميراث څخه نه بې برخې کيږي ځکه دا سببي قتل دی .
۳- که چا قصداً ديوال داسې جوړ کړ چې د لارې خواته ځوند وي او ديوال ونړيږي ضامن يې جوړونکی او څښتن دی ځکه په دې ديوال کې خلل وو .
۴- که چا په لاره کې ډبرې ، خټې واچولي يا يې لارې ته قصداً اوبه خوشي کړې او د لارې تيرېدونکو ته هر قسم ضرر ورسيد دا شخص يې ضامن دی .
۵- که چا ديوال سيده او مستقيم جوړ کړ مګر وروسته يې کښيناست او يا يې درز وکړ او مايل شو ، کچېرې څښتن په دغه نقص خبر وي او اصلاح يې نه کړي ضامن دی مګر که څښتن يې خبر نه وي يا ناچاپه د باد او بل څه له وجې چپه شي څښتن يې ضامن نه دی دا قول د احنافو دی .
مګر د امام شافعی او امام احمد په نزد که ديوال سيده او صحي جوړ شي او ورسته چپه شي تاوان ورسوي په څښتن يې ضمانت نشته .