د بدن د هر اندام د قصاص او ديت تفصيل

د بدن د هر اندام د قصاص او ديت تفصيل

اول : د بيروني اندامونو د پرې کولو او له کاره لوېدو قصاص او ديت

د مذاهبو د فقهاؤ په اتفاق د بيروني اندامونو لکه لاسونه ، پښې ، ژبه او نور په قصداً او عمداً پرې کولو سره قصاص دی او که په خطا سره وي پوره ديت دی ،لقوله سبحانه وتعالی :

أنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (المائده ۴۵) .

ژباړه : بيشکه نفس دې ووژلی شي په (بدل ) نفس کې (قصاص دې شي ) او سترګه دې په بدل د سترګې (قصاص شي ) او پوزه دي په بدل د پوزې کې (قصاص شي ) او غوږ دي په (بدل ) د غوږ کې (قصاص شي ) او غاښ په (بدل ) د غاښ کې او د ټپونو قصاص دی

نو هر چا چې عفوه وکړه ( ددې قصاص نه ) نو دغه عفوه کفاره ده لره ( له ګناهونو څخه پا کيږي ) او څوک چې په ما انزالله (اسلامي شريعت ) پرې کړه نه کوي پس هم دوی دي ظالمان .

همدارنګه سعيد بن المسيب روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : فِي النَّفْسِ الدِّيَةُ ، وَفِي اللِّسَانِ الدِّيَةُ ، وَفِي الذَّكَرِ الدِّيَةُ ، وَفِي الأَنْفِ الدِّيَةُ ، وَفِي الْمَارِنِ الدِّيَةُ ” (النسائي)

ژباړه : د نفس په وژلو ديت دی ، او د ژبې په پرې کولو ديت دی ، او د آلې تناسلي په پرې کولو ديت دی ، او د پوزې په پرې کولو ديت دی.

د فقهاء په اتفاق سره کچيرې کوم اندام فلج او له کاره ولويږي مثلاً سترګه ړنده شي ، عوږونه اورېدل نه کوي ، لاس کاملاً فلج او له کاره ولويږي نو حکم يې داسې دی لکه د اندام پرې کول .

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ كُلَّ عُضْوٍ لَمْ يَخْلُقِ اللَّهُ تَعَالَى فِي بَدَنِ الإِنْسَانِ مِنْهُ إِلا وَاحِدًا كَاللِّسَانِ وَالأَنْفِ ، وَالذَّكَرِ ، وَالصُّلْبِ ، وَغَيْرِهَا ، فَفِيهِ دِيَةٌ كَامِلَةٌ .

لأَنَّ إِتْلافَ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ هَذِهِ الأَعْضَاءِ كَإِذْهَابِ مَنْفَعَةِ الْجِنْسِ ، وَإِذْهَابُ مَنْفَعَةِ الْجِنْسِ كَإِتْلافِ النَّفْسِ ، فَإِتْلافُ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ هَذِهِ الأَعْضَاءِ كَإِتْلافِ النَّفْسِ (الموسوعة الفقهية – الجناية ) .

۱- لاسونه او پښې :

د لاسونو او پښو قصداً پرې کولو يا فلج او له کاره لوېدو سره قصاص دی او که په خطا سره وي مکمل ديت (سل اوښان ) دی .

د يوه لاس قصداً پرې کولو سره قصاص او په خطا سره د يو لاس يا يوې پښې پرې کولو سره نيم ديت دی .

لقوله عليه السلام : «وفي الرِّجل خمسون» ، «وفي اليد خمسون» (الحاکم ).

د يوي کوتې په پرې کولو سره د ديت لسمه برخه يا ۱۰ اوښان دي په دليل د دغه حديث :[فی کل اصبع عشر من الابل (النسائي ) .

د ګوتې په هر بند باندې د ګوتې د ديت دريمه حصه ديت دی او هغه ګوتې چې دوه بندونه لري د د ګوتې د ديت نيمايي برخه ده .

۲- سترګې :

د سترګو په ايستلو يا له کاره لوېدو سره قصاص دی لقوله سبحانه وتعالی ( العين بالعين ] او که په خطا سره وي پوره ديت دی .

د يوې سترګې په ايستلو او ړندېدو نيم ديت دی په دليل د دغه حديث (وفي العين خمسون) (ابن حبان ) .

د سترګو د ورېځو په شکولو چې بيا شنې نه شي ديت دی او د يوې ورېځې په شکولو نيم ديت دی .

والحاجبان: إذا أزيل شعرهما ولم ينبت فيهما الدية عند الحنفية والحنابلة.
وفي أحد الحاجبين: نصف الدية ( الفقه الاسلامي وادله ) .

۳- عوږونه :

د عوږونو په پرې کولو قصاص دی لقوله سبحانه وتعالی [وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ ] او که په خطا سره وي مکمل ديت دی .

په يوه غوږ باندې نيم ديت دی لقوله عليه السلام : «في الأذن خمسون من الإبل» (دارالقطني )

۴- ژبه :

د امام ابو يوسف ، امام شافعی او امام مالک په نزد د ژبې په پرې کولو يا له کاره لوېدلو باندې قصاص دی که په خطا سره وي ديت دی .

۵- د ښځو تي :

د ښځو د تيو په پرې کولو سره قصاص دی که په خطا سره وي پوره ديت دی ، د يوه تي په پرې کولو نيم ديت دی .

والثديان والحَلْمتان للمرأة: فيهما الدية، وفي إحداهما نصف الدية؛ لأن فيهما جمالاً ومنفعة (فقه الاسلامي وادله ) .

۶- شونډې او غاښونه :

د احنافو په نزد کچېرې پوره شونډې پرې شي قصاص دی او که په خطا سره وي مکمل ديت دي ، د هر غاښ په ايستلو سره ۵ اوښان ديت دی .

الحديث : [ في کل سن خمس من الابل (النسائي ) .

۷- شرمګاه :

د نارينه د تناسلي آلې په پرې کولو قصاص دی که په خطا سره وي مکمل ديت دی (بدائع ۷/۲۰۹ ) .

د خوټو (خايې ) په پرې کولو قصاص يا د هغه عوض مکمل ديت دی لقوله عليه السلام : «وفي البيضتين الدية»

۸- د سر او ږېرې د ويښتانو شکول :

د سر او ږېرې د ويشتانو شکول او ايستل چې د شنه کيدو امکان ونه لري د احنافو او حنافله فقهاؤ په نزد قصاص دی که په خطا سره وي پوره ديت دی مګر د امام مالک او امام شافعي په نزد د ديت اندازه به عادل حاکم ټاکي .

وفي إزالة شعر الرأس أو اللحية أو الحاجبين: ولم ينبت بعدئذ: الدية عند الحنفية والحنابلة. وأما عند المالكية والشافعية: فيجب في الكل حكومة عدل (فقه الاسلامي وادله ،بدائع ۷/۳۱۲ ، ابن عابدين ۵/۴۰۸ ) .

۹- د هدوکو ماتېدل :

د هدوکو په ماتېدو باندې د جمهورو فقهاؤ په نزد قصاص نشه په دليل دغه حديث :[لا قصاص في عظم ) او د ديت اندازه به د عادل حاکم لخوا ټاکل کيږي (موسوعة الفقهية – بدائع ۷/۳۰۸ ) .

۱۰ – د عقل له مينځه تلل :

د عقل له مينځه تللو سره قصاص دی که ممکن وي او که قصاص ممکن نه وي يا په خطا وي پوره ديت دی.

وفي ذهاب العقل: الدية لخبر عمرو بن حزم: «وفي العقل الدية» (فقه السلامي وادله ) .

لکه مخکې مو چې وويل ، د ژبې د ذايقې له مينځه تللو ، خبرې نه کولو او نور د اندام د له مينځه تللو حکم لري .

وفي إبطال الذوق: الدية؛ لأنه أحد الحواس الخمس، فأشبه الشم.
وفي إذهاب الكلام: دية لخبر البيهقي: «في اللسان الدية إن منع الكلام» ولأن اللسان عضو مضمون بالدية، فكذا منفعته العظمى كاليد والرجل (فقه لاسلامي وادله ) .

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ تَجِبُ بِإِزَالَةِ الْعَقْلِ كَمَالُ الدِّيَةِ ؛ لأَنَّهُ أَكْبَرُ الْمَعَانِي قَدْرًا ، وَأَعْظَمُ الْحَوَاسِّ نَفْعًا ، وَبِإِبْطَالِ السَّمْعِ مِنَ الأُذُنَيْنِ أَوِ الْبَصَرِ مِنِ الْعَيْنَيْنِ ، أَوِ الشَّمِّ مِنَ الْمَنْخِرَيْنِ كَمَالُ الدِّيَةِ ، وَبِإِبْطَالِ الْمَنْفَعَةِ مِنْ إِحْدَى الأُذُنَيْنِ ، أَوِ الْعَيْنَيْنِ ، أَوِ الْمَنْخِرَيْنِ ، نِصْفُ الدِّيَةِ ، مِنْ إِحْدَاهَا ، وَكَذَلِكَ بِإِبْطَالِ الصَّوْتِ ، وَالذَّوْقِ .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟