د بدن د اندامونو قصاص او ديت
جنايات په دوه ډوله دي :
جناية علی نفس
جناية مادون نفس
جنايت علی نفس قتل ته وايي چې بيان يې مخکې تير شو .
جناية علی مادون نفس ( د قتل نه بغير جنايت ) : د قتل څخه بغير جنايت د انسان په جسد باندې هر قسم تيری که هغه د کوم اندام پرې کول ، عيبي کول ، زخمي کول او يا وهل وي چې سړی ژوندی پاتې شي
د قتل څخه بغير جنايات په څلور قسمه دي او هر قسم ځانته احکام لري لکه : إبانة الأطراف (بيروني اندامونه )، إذهاب معاني الأطراف مع إبقاء أعيانها ( د بيروني اندامونو له کاره لوېدل) ، الشجاج (د سر او مخ زخمونه ) او الجراح (زخمونه ) .
اول ، إبانة الأطراف : د بدن د اطرافي او بيروني اندامونو څخه عبارت دي لکه : د لاس ، پښې ، ګوټې پرې کول ، د آله تناسلي ، پزې ، عوږونو او ژبې پرې کول او نور …
دوهم ، إذهاب معاني الأطراف مع إبقاء أعيانها: د اطرافي اندامونو عيبي کول او له کاره غوځول لکه : د غوږونو له لاره لوېدل کڼېدل ، د سترګې ړندېدل ، د ژبې د ذايقې له مينځه تلل ، ګونګی کيدل ، د جماع کولو توان له لاسه ورکول ، د تللو توان له لاسه ورکول او نور …
دريم ، الشجاج : الشجاج د سر او مخ زخم ته وايي چې په لس قسمه دي لکه : الخارصة ، الدامية ، الباضعة ، المتلاحمة ، السمحاق ، الموضحة ، الهاشمة ، المنقلة ، الآمة ، الدامغة ،چې په لاندې ډول بيانيږي :
۱) الخارصه: د پوست او جلد کم زخم .
٢) الباضعه: داسې زخم چې د پوست څخه علاوه غوښه هم کمه چاودلي وي .
٣) الداميه يا الدامغه: داسې زخم چې وينه ورڅخه وځي .
٤) المتلاحمه: داسې زخم چې چاک يې ژور وي .
٥) السمحاق: داسې زخم چې يوازې يو نازکه پرته پاتې وي نور نو هدوکي ته رسيدلی وي.
٦) موضحه: داسې زخم چې هدوکي ته رسیدلی وي او هدوکی ښکاري .
٧) هاشمه: داسې زخم چې هدوکی مات شوی وي .
٨) المنقله: داسې زخم چې هدوکی مات ، شکل يې تغير شوی او بې ځايه شوی وي .
٩) المامومه يا آمه: داسې زخم چې له هدوکي څخه تير شوی او مغز ته رسيدلی وي .
10) الجائغه: داسې زخم چې د سر د ننه يې نفوذ کړی وي .
څلورم ، الجراح : زخمونه په دوه قسمه دي جائفة اوغير جائفة
جائفة : هغه زخمونه دي چې د ګېدې په برخه کې وي لکه : سينه ، خيټه ، شاه ، شرمګا …
غير جائفه : هغه ټپونه يا زخمونه دي چې د جوف څخه بغير د بدن پر نورو ځايونو کې لکه : لاس ، پښه او نور کې وي.
د قتل څخه بغير جنايت د احنافو په نزد په دوه ډوله دی عمد او خطا.
عمد : عمد هغه دی چې په هغه کې جاني يا جنايتګار قصداً څوک په ګاڼې وولي .
د جنايت عمد سزا قصاص دی يا د هغه په عوض کې ديت او تعزير دی .
خطا : هغه دی چې يو څوک له کړکۍ يا ديوال څخه کاڼی غورځوي خو هغه په کوم انسان باندې ولګيږي .
په خطا جنايت کې ديت او ارش دی .