د مرتد احکام
تعريف : الردة په لغت کې د يوې شي څخه ګرځېدل بل شي ته چې دغه ګرځيدونکې ته مرتد وايي .
د شريعت په اصطلاح کې د اسلام څخه ګرځېدل کفر ته برابره خبره ده که دا ګرځېدل په نيت سره وي ، عمل سره وي او يا قول او يا هم ټوکو مسخرو سره او يا د عناد له وجې وي مرتد بلل کيږي .
څوک چې مرتد شي د احنافو په نزد د هغه ټول اعمال باطل ګرځي مګر د شافعيه په نزد کچېرې د کفر په حالت کې مړ شي اعمال يې باطل ګرځي ،لقوله سبحانه وتعالی :[ومن يرتدد منكم عن دينه فيمت وهو كافر، فأولئك حبطت أعمالهم في الدنيا والآخرة، وأولئك أصحاب النار هم فيها خالدون] (البقرة:۲۱۷).
ژباړه :او له تاسې څخه چې څوک مرتد شي – له خپل دين څخه وګرځي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د هغه اعمال په دنيا او آخرت کې باطل دي او همدا کسان د اور خاوندان دي چې دوی په دغه اور کې تل استوګن وي .
په نيت ، قول ، فعل سره له اسلام څخه وتل داسې چې : مثلاً د الله تعالی د خالقيت ، ربوبيت او وحدانيت څخه انکار کول ، د رسولانو څخه انکار کول ، د رسولانو درواغ ګڼل ، په اجماع باندې ثابت شوي حرام حلال ګڼل لکه : سود ، زنا ، لواطت ، رشوت ، شراب او ظلم ، او حلال حرام ګڼل لکه : نکاح ، شرعي تجارت او نور يا د قرآن ، تفسير او حديث قصداً غورځول او يا بت او مخلوق ته سجده کول په خلص ډول د ارتداد اسباب په لاندې ډول دي :
د ارتداد اسباب :
– دا چې ټول فقهاؤ په دې باندې متفق دي چې د الله تعالی سره د څه شي شريک کول او يا د الله د ثابتو صفاتو څخه څوک منکر شي يا الله تعالی ته څوک د اولاد نسبت وکړي او يا څوک د مخلوق په دوام او بقا عقيده ولري ځکه آیت شريف دی چې [کل شی ءٍ هالک الا وجهه ] مرتد دی .
– دا چې څوک د شريعت هغه احکام چې په تواتر حرام وي حلال وګڼې لکه : زنا ، لواطت ، شراب ، سود ، ظلم ، او نور يا د شريعت حلال څوک حرام وګڼې لکه : نکاح ، اسلامي تجارت او نور مرتد دی .
– داچې څوک د قرآن څخه انکار وکړي يا د قرآن د يو آيت يا يوې کليمې يا حتی يو حرف څخه انکار وکړي مرتد دی .
– دا چې څوک قصداً قرآن په کثيف ځای کې وغورځوي يا تفسير قصداً و غورځوي يا حديث نو دا عمل د نه منلو او انکار معنی لري سړی په دې عمل له اسلام څخه وځي .
(ابن عابدين ۴/۲۲۲ )
– دا چې څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو پیغمبرانو د رسالت څخه انکار وکړي مرتد دی .
– دا چې څوک په الله سبحانه وتعالی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو انبياؤ عليهم السلام او اسلامي شريعت باندې انتقاد وکړي ، يا ښکنځل او بد رد ووايي او يا اهانت ، ټوکې او مسخرې ورباندې وکړي دا کس مرتد دی . لقوله سبحانه وتعالی : وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ ، لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (۶۴-۶۵ التوبه ) .
( او قسم دی که پوښتنه وکړی له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو ) .
– دا چې څوک په حضرت عايشه رضی الله عنها پسې بهتان وکړي مرتد دی ځکه د هغې پاکي په قرآن کې بيان شوي همدارنګه د نور امهات المؤمناتو همدا حکم دی .
– دا چې څوک بت ، لمر ، سپوږمۍ او نورو غير الله ته سجده او عبادت وکړي مرتد دی .
– دا چې څوک د پيغمبرۍ ادعا وکړي مرتد دی ځکه د پيغمبرانو سلسله ختمه شوې ده .
– دا چې څوک د اسلامي شريعت پر ځای کفري او وضعي قانون ته ترجيح ورکړي او د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفر ملاتړ وکړي .
د کفر دوستي او مرسته هغه وخت د کفر او د ايمان د زوال سبب ګرځي چې کله په زړه کې د هغوی په کفر او کفري قوانينو خوښ او راضي شي .
– دا چې څوک په اسلام باندې استهزا وکړي مرتد دی لقوله سبحانه وتعالی [إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ ] (يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې) .
حکم د هغه چا چې مسلمان ته ووايي ای کافره !
په حديث شريف کې راغلي دي : إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما (رواه مسلم )
ژباړه: هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي.
د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې په پورته حديث شريف د کفر کليمه حقيقي کفر نه دی بلکي د جرم ، ګناه او حرمت د وجې ده .
(تحفة الفقهاء ۲/۲۳۱ ) .
د لمانځه د تارک حکم :
د فقهاء کرامو په دې باندې اتفاق دی که څوک د انکار د وجې لمونځ ، زکات ، روژه او حج ترک کړي مرتد دی ، مګر که څوک يې د غفلت او سستی له وجې ترک کړي په دې اړه دری اقوال دي .
اول قول : د احنافو په نزد څوک چې د سستی له وجې لمونځ نه کوي کافر کيږي نه بلکي فاسق دی هغه به تر هغه پورې بندي کيږي څو توبه وباسي او لمونځ وکړي ( ابن عابدين ۱/ ۳۵۲ ) .
دوهم قول : د امام احمد او ځنو شافعيه فقهاؤ دی چې هغه به د ارتداد په سزا قتل کيږي .
دريم قول : د امام مالک ، امام شافعي او حنافله د ځنو فقهاؤ دی چې هغه کافر کيږي نه خو سزا يې قتل دی .
برنامج الموسوعة الفقهية (۲۲/۱۸۷
د مرتد د نکاح حکم :
کله چې ښځه يا خاوند کوم يو مرتد شي د هغوی تر مينځ به فوراً نکاح فسخ کيږي .
(موسوعة الفقهية ، فقه الاسلامي و ادله)