د دښځې د وروځو د ويښتانو سمول روا دی ؟

 

 

د ښځې د وروځو د ويښتانو سمول روا دی ؟

د وروځو جوړول او له هغی څخه ويښان ايستل حرام دي او پداسې کسان د خدای ج لعنت دی :

لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .

الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي اوهغه چې  د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، اوهغه څوک چه د ډول اوښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای جخلقت کې تغير راولې .

ددو ورځو ترمنځ ويښتان که لری شی باک نلری ځکه چې دا وروځو له ويښتانو نه شميرل کيږي

که د ښځی پر مخ بدون له وروځو نور ويښتان وي د هغه لری کول باک نلری او که د وروځو ويښتان دومره لوی شي چې د سترګو لپاره تکليف جوړوي د هغه لنډول باک نلری .( فتاوی انوارالاسلام ).

په حرامو پيسو کښل شوي چاه اودس رواه دی ؟

هو په حرامو پيسو کښل شوي چاه اودس رواه دی او هم په دغه اودس سره لمونځ روا دی

ځکه چې (الماء طهور ) حديث شريف کې ويل شوي فقط (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج۱ص۱۲۲).

 

د جنابت په حالت کې خوراک او چښاک کول رواه دي ؟

هو د جنابت په حالت کې خوراک او چښاک کول يا د حيوان زبح کول او داسې نور کارونه چې د هغه لپاره طهارت شرط نه وي روا دي .

مګر تر خوراک او چښاک مخکې استنجاء او اودس کول ښه کار دی ځکه چې په صحيحينو کې له بی بی عايشی رض څخه روايت چې څه وخت به چې جناب رسول الله ص د جنابت په حالت کې ؤ نو چې پدې حالت کې به يې خوراک يا بيديدلو اراده کوله نو لومړی به يې اودس تازه کولو بيا به يې خواراک کاوه يا به بديده (مشکوة ص ۴۹)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟