په قرآنکريم کې د کفارو په هلکه ويل شوی دی چې …….

 

 

 

ډېردقدوړاومحترم داسلامي لارښودچلونکوګيدۍ ،ګيدۍ سلامونه اواحترمات ستاسودرانه

حضورته ډالۍ کوم اودالله (ج)په دربار کې لاس په دعايم چې الله(ج) موپه خپلو مقصدونوکې کامياب اوبريالي کړه.په اخر کې ستاسودرانه حضورته سوالودرليږم خواهش کوم چې جوابونه يې راته راکړۍ نوډېر به خوشاله شم.

 

١-په قرانکريم کې د کفاروپه هکله ويل شوي چې (ختم الله على قلوبهم) ژباړه الله (ج)دکفاروپه زړونومهرلږولىدى نوچې مهرولګيدودايمان راوړلوغوښتنه ورڅخه څه مطلب لري؟

 

ستاسوورور سرمعلم عبدالرحيم(شېرزاد) کيمپ ١٢هري پور

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

ګمراهي درجې لري چې لومړی درجه يې له شک کولو پيل کيږي يعنی په کتاب الله کې شک کول ،په رسول کې شک کول او داسې نور ، دوهمه درجه يې بې لارې کارونه کول دی ،دريمه درجه يې د حق پر وړاندې دريدل دي او د حق په مخ کې خنډونه جوړول دي ،څلورمه درجه يې مهر دی چې د ګماراهۍ آخره درجه ده په دې درجه کې زړه تک تور شي چې بيا د هدايت داخليدو مخ نه وي .

زړه په ګناهونو او سرکشۍ توريږي لکه په حديث شريف چې راغلی : عن أبي هريرة، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:(إن المؤمن إذا أذنب ذنبًا كانت نُكْتة سوداء في قلبه فإن تاب ونـزعَ واستعتب صقل قلبه، وإن زاد زادت حتى تعلو قلبه، فذلك الران الذي قال الله تعالى: كَلاَّ بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ  [المطففين: 14] ) . (رواه الترمذي والنسائي ، وابن ماجه )

 

يعنی مؤمن چې کله کومه ګناه کوي په ړزه يې تور داغ پيدا شي ،که توبه وباسي او رجوع وکړي نو زړه يې بيرته پاک شي ،او که ګناهونه زيات شي نو د زړه توروالی هم زياتيږي تر داسې حده چې ټول تک تور شي . نو دا همغه دزړه زنګ دی د سرکشي په وجه چې الله تعالی يې په اړه فرمايي : كَلاَّ بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ (سورة المطففين 14 ).

ژباړه : داسې نه ده (لکه منکران چې وايي ) بلکه زنګ اچولی دی پر زړونو د دوی هغو ګناهونو چې کول به دوی  .

دا آيت شريف يې ځواب شو چې دا د دوی د اعمالو او سرکشيو نتجه ده چې زړه يې تک تور او بلاخره د مهر درجې ته رسولی دی .

ځنې علماء په دې نظر دي چې دغه د ختم الله علی قلوبهم کلمه زجراً د دوی دکفر او طوغيان په وجه راوړل شوي ده .

 

اسلامې امت مسئوليت لري چې ټولو انسانانو ته د الله تعالی دين ورسوي او د هغوی شکو نه لري کړي او په واضح ډول الهې ارشادات د دوی تر غوږونو ورسوي دا چې وروسته يې دوی قبلوي او که نه هغه د داعي مسئوليت نه دی .

د زړه مهر وروسته له هغه دی چې دوی ته د الله تعالی د وحدانيت او رسالت رښتنی دلايل او نښې رسيدلی دی مګر دوی د هغه نه انکار کړي او دحق پر وړاندې دريدلي دي

د نور وضاحت لپاره د شيخ القرآن مولنا محمد اسماعيل د دغه

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟