کفري هيواد ته د لوړو زده کړو د پاره سفر کول

سلامونه مې ومنئ، الله ج مو راته روغ رمټ لره.
محترما! لسانس مې کړې ده، او اوس غواړم چې ماستري هم تر لاسه کړم، نو په یو غیر اسلامي هیواد کې لوړې زده کړې کول سنګه دي، د بېلګې په توګه زه غواړم اوس په جاپان هیواد کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړم.
په خورا درنښت

افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کفري ملک ته د تخصص اخيستلو او لوړو زده کړو د پاره سفر کول او هلته اوسيدل د معاصرو فقهاؤ په اتفاق جايز دی .

فتاوی علماء مکة المکرمه د علمي څيړنې او افتا دايمي ټولنه ((69/2 .

اصلاً خو بې ضرورته په غير مسلم ملک کې اوسيدل ښه نه دي ځکه کفري محيط حتماً د سړي په اعمالو او عقايدو تأثير اچوي .

علماء کرامو په غير مسلم ملک کې د اسيدلو د پاره لاندې صورتونه جايز بللی دي :

د تخصص اخيستلو د پاره (ضروري لوړې زده کړې ) چې په کوم اسلامې هيواد کې هغه موجود نه وي .

د درملني د پاره چې پخپل ملک کې هغه درملنه ناشوني وي .

د اسلام د مقدس دين د دعوت د پاره

(فتاوی البلدالحرام علماء حرمین شريفين )

محمد تقي عثماني په البحوث کې زياتوي :

که پخپل ملک کې ناحقه ځوريږي او ظلم ور باندې کيږي

که پخپل ملک د منډو سره سره نفقه نشي پيدا کولای

(البحوث محمد تقي عثماني )

د عصري علومو د زده کړي حکم څه دی ؟

د امت د معاصرو فقهاوو په اتفاق نني عصري علوم چې د اسلامې امت ضرورت ګڼل کيږي زده کړه يي فرض کفايي ده لکه : طب ، انجنيري ، زراعت ، تخنيک تنالوجي وغيره .

او که د سړي نيت د اسلام قيام ، د مسلمانانو خدمت او د کفارو څخه د مسلمانانو د بې احتياجۍ او اکتفاء په نيت وي عبادت دی .

فإن العلوم الدنيوية التي تقوم عليها مصالح الناس وبنية المجتمع تعتبر فرض كفاية، وصاحبها في عبادة إذا نوى بعمله القيام بهذا الفرض وخدمة المجتمع… ولا شك أن أجره عظيم في هذه الحالة لأنه قائم بفرض من فروض الكفاية (اهل سنت والجماعت شبکة اسلامية ) .

جاء في الفتاوی اللجنة الدائمة :

وكل علم دنيوي تحتاجه الأمة ، وتتوقف عليه حياتها ، كالطب والزراعة والصناعة ونحوها ، داخل أيضا إذا حسنت النية ، وأراد به متعلمه والعامل به نفع الأمة الإسلامية ودعمها ، ورفع شأنها ، وإغنائها عن دول الكفر والضلال ، لكن بالقصد الثاني التابع ، ودرجات كل متفاوتة تبعا لمنزلة ذلك من الدين ، وقوته في النفع ودفع الحاجة ” انتهى .

“فتاوى اللجنة الدائمة” (12 / 77) .

جاء فی موقع الاسلام سوال جواب :

فمَن تعلم العلوم الدنيوية ونيته أن يُصلح للمسلمين أمورَهم في معاشهم  , ورفع مكانتهم ، والاكتفاء عن الأمم الكافرة : فلا شك أن أجره عظيم ، ويثاب على هذا العلم الذي يتعلمه , مع بيان أن الجمع بين العلوم الدينية والدنيوية أمر مقدور عليه , ولا يتنافيان , وقد كان كثير من العلماء السابقين يجمعون بين تخصصات مختلفة ، فابن قيم الجوزية رحمه الله كان مبرزاً في العلوم الشرعية ، ولا تخفى مكانته فيه , وكذلك كان مبرزاً في علوم الطب ” زاد المعاد “

و الله سبحانه وتعالی اعلم

په دې اړه د اسلامي لارښود سپارښتنې :

ټولو هغو محصلينو ته چې کفري ملکونو ته د لوړو زده کړو د پاره سفر کوي دا سپارښتنه کوو چې پام کوئ د کفري دسيسو ښکار نه شئ ، په خپل دين باندې کلک ودريږي او تقوی اختيار کړئ ، هر وخت اسلامي سايټونه او اسلامي کتابونه مطالعه کوئ ، پنځه وخته جومات ته د لمانځه د ادا کولو د پاره ځئ او د شريعت پر ټولو احکامو ښه پاپند ووسئ ، تر څو د کفري محيط د باطلو عقائدو او اعمالو تر ثأثير لاندې را نشئ ، خپل وخت مه ضايع کوئ او پخپلو درسونو کې ډير کوښښ کوئ ، تر څو بيرته خپل هيواد ته په داسې حال کې را شئ چې دې مظلوم ولس ته مو له ځانه سره څه راوړي وي، داسې نه وي چې د هغوی تر ثأثير لاندې راشئ ، خپل ملک پرېږدئ او هلته ميشت شئ چې دا به مو بيا د خپل دين ، وطن او بيت المال سره خيانت وي .

و السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

دعوت نیوز.کام

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟